خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/13 0:0کد خبر: 10007

د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې د دودیزې لویې جرګې مشورې له پامه غورځول شوی دی

د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې د دودیزې لویې جرګې مشورې له پامه غورځول شوی دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 6 دقیقه

په افغانستان کې له بهرنیو اډو سره دمخالفت او دملی وحدت جبهه او دملی ایتلاف جبهه وایی، چې د افغانستان او مریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې، د دودیزې لویې جرګې مشورې له پامه غورځول شوی دی. د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون، پرون شپه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ په کابل کې لاسلیک شو. دا تړون د افغانستان او امریکا تر منځ د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه د دودیزې لویې جرګې د وړاندیزونو او دافغانستان دملی ټینګښت په پام کې نیولو سره ، دملګرو ملتونو د منشور له مخې لاسلیک شو. امریکا د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې ، د افغانستان ملی ټینګښت ته درناوى او له دې هېواد سره د مرستې ژمنه وکړه او ویلی یې دی،چې په افغانستان کې د دایمی پوځی اډو په لټه کې نه دی. په افغانستان کې له بهرنیو اډو سره دمخالفت او دملی وحدت جبهې ویاند وحید مژده پژواک خبری اژانس ته وویل ،چې ددې سند لاسلیک (( ناڅاپې او په غلا)) کابل ته د امریکا د ولسمشر له ناببره سفر څخه وروسته د سیاسی ډلو او ملی شورا له خبرولو پرته لاسلیک شو. مژده وایی: (( په داسې حال کې تړون لاسلیک کېږی ،چې دا له افغان ولس او پارلمان سره ستر خیانت دى،چې له جریان څخه یې هېڅ خبر نه دى او نه پوهېږی ،چې ددې تړون په لاسلیک کېدو به څه پېښ شی.)) دا په داسې حال کې ده ،چې له شاوخوا یونیم کال څخه راپدیخوا ،د دواړو حکومتونو ترمنځ په دې اړه خبرې اترې روانې وې او افغان حکومت له همدې امله دودیزه لویه جرګه را وبلله. همداراز څو ورځې مخکې افغان حکومت ددې سند دنهایی کېدو په اړه ولسی جرګې ته معلومات ورکړل، خو سند یې د جرګې په واک کې ورنکړ. مژده په دې ګومان دى،چې د تړون د لاسلیک کېدو په مراسمو کې ،د امریکا ولسمشر بارک اوباما ضد او نقیضې خبرې کړی دی، چې د پوښتنې وړ دی. نوموړى وایی: (( اوباما په لومړی سرکې وویل ،چې له طالبانو سره خبرې کوو،څو د افغانستان په سیاست کې ورګډ شی او د خبرو اترو لپاره په قطر کې دفتر پرانیستل کېږی،خو بیا یې ویل،چې موږ طالبان له منځ وړو.)) هغه د 2024کال تر وروستیو پورې ،چې ددې سند د اعتبار موده ده په اشارې سره وویل،چې ددې تړون لاسلیک د جګړې د دوام په مانا دى، چې لږ ترلږه تر 2025کال پورې به دوام ومومی. دهغه په وینا، د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلی دی،چې امریکایی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې کېږی،خو ګزمه به نه کوی. د مژده په وینا، د امریکایی ځواکونو ګزمه نه کول په دې مانا ده،چې مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارې او دوى به په اډو کې ځاى پرځاى کېږی. د نوموړی د څرګندونو له مخې، د هغوو مسایلو له ډلې څخه ،چې د ستراتیژیک سند په لاسلیک کې شامل وو او په لویه جرګه کې یې یادونه شوې وه، یواځې دوه شرطونه یې په دې سند کې په پام کې نیول شوی دی. دودیزه لویه جرګه تیرکال په کابل کې جوړه شوه ،چې له امریکا سره یې د ستراتیژیک تړون له لاسلیک څخه په لاندې شرطونو ملاتړ کړى و، ملی ټینګښت، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا،اسلامی او افغانی ارزښتونو ته درناوى، د خلکو دکورنو د پلټنې او دشپنیو عملیاتو بندول وو. دهغه په وینا، د لویې جرګې له وړاندیزونو څخه یواځې دوه یې(( افغانانو ته دخارجی زندانونو سپارل او دبهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو ودرول)) په پام کې نیول شوی دی. نوموړی زیاته کړه: ((چې ولى ښاغلى کرزى افغان ولس په دې ډول تېرباسی؟ او ولې خلکو ته حقیقت نه وایی... په داسې حال کې چې خپله یې هم ټینګار کړى و،چې دلویې جرګې ټول وړاندې شوی غوښتنې به، په دې تړون کې په پام کې ونیول شی.)) د ملی ایتلاف جبهې مشر سید اقا فاضل سانچارکی ،چې د حکومت له سیاسی ډلو څخه یوه ده، هم وایی،چې په دې سند کې د لویې جرګې ټولې غوښتنې په پام کې نه دی نیول شوی او ډېرې نیمګړتیاوې په کې شته . هغه وویل: (( د افغانستان ژمنې باید دا وې ،څو ښه دولت داری ولری ، دټاکنو بهیر اصلاح کړی، له فساد سره مبارزه وکړی د افغانانو ادارى او امنیتی ظرفیتونه لوړ کاندی، یو سم او عادلانه مشارکت ټینګ کړی.)) خو د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې ،له اداری فساد سره د مبارزی پر اهمیت ټینګار شوى او دواړو خواو ژمنه کړې ،چې د مرستو د اغیزمنتیا د پرمختیا په خاطر به ،میکانیزمونه را منځ ته کړی. همدا راز د افغانستان د تړون په متن کې پر ښیی او هر اړخیزې حکومتولۍ، د خپلواکو ، رڼو او له انصاف څخه د ډکو ټاکنو په ترسره کولو،چې ټول افغان ولس وکولى شی ، له بهرنیو لاسوهنو پرته په کې ګډون وکړی ،یوځل بیا ټینګار شوى دى. خو سنچارکی دد ې سند ځینی برخې وستایلې او ویې ویل: (( له نیکه مرغه په تړون کې ویل شوی دی،چې د امریکا شتون په افغانستان کې او هغه اسانتیاوې چې د افغانستان له لوری ددوى په واک کې ورکول کېږی ، له دې امکاناتو څخه دې د ټوپ د تختې په توګه د نورو په وړاندې استفاده نه کېږی ،زما په ګومان دا یو مثبت ټکې دى ، خو که پرافغانستان برید کېږی په دې صورت کې امریکا او افغانستان کولاى شی ، چې د سیمې دهېوادونو په وړاندې مناسب غبرګون وښیی.)) خو د حق او عدالت ګوند ددې تړون د لاسلیک کولو هرکلى وکړ او هغه یې ښه ګام وباله. یاد ګوند له افغان او امریکایی مشرانو څخه غواړی ،چې په کلکې ژمنې سره دې، ددې سند د تطبیق په خاطر ګام واخلی . دې ګوند ،د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه وغوښتل ، چې پر پوځی او امنیتی مسایلو خبرې اترې دی هم ډیر ژر نهایی کړی. په یاده خبرپاڼه کې ویل شوی دی: (( موږ دهېواد اوسنی اقتصادى او سیاسی شرایط په ښه توګه درک کړی په دې باور یو،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتی – پوځی همکاریو په څرنګوالی توافق تر ټولو مهم ګام دی ،چې د امنیت په ټینګېدو ، د دایمی جګړو په مخنیوى او په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو له غرضه ډکې لاسوهنو بندېدل دی.)) په دې خبرپاڼه کې ویل شوی دی، چې دحق او عدالت ګوند د افغانستان له ملی شورا څخه غوښتی،څو د لاسلیک شوی سند تقنینی پړاونه د ستراتیژیکو همکاریو په رڼا کې، په بېړه ترسره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.