خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/05 0:0کد خبر: 1001

پکتیا کې 15 ښوونځی ګټې اخیستنې ته چمتو شول

پکتیا کې 15 ښوونځی ګټې اخیستنې ته چمتو شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په پکتیا ولایت کې د څوارلسو ښوونځیو او یوې دینې مدرسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو شوې. دغه 14 ښوونځی او یوه مدرسه د دې ولایت په څکمنیو، جانخېلو، ځاځیو، پټان او احمدخېلو کې جوړ شوی، چې نږدې 1183000 امریکایی ډالره لګښت پرې راغلى. په ښوونځیو شوى لګښت د ولایتی بیارغونې د ډلې (P.R.T) ، نړیوال بانک، د پوهنې د ریاست د پرمختیایې بودیجې او هندوستان هېواد له خوا ورکړل شوى. په دې ښوونځیو کې اته منځنی پنځه لومړنی ښوونځی یوه لیسه او یو عالی دارلعلوم شامل دى. د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس محراب الدین شفق وایی، چې د 70 پروژو له ډلې یې دا پنځلس پروژې پاى ته ورسېدې. نوموړى وایی، چې پاتې نورې پروژې به هم د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شی. که څه هم دا مهال په پکتیا کې 275 ښوونځی فعال دی او له دې ډلې څخه یې 120 ښوونځی ودانۍ نه لری، خو بیا هم د دې ولایت ډیرى اوسیدونکی په دې خوښی ښیی، چې په ولایت کې یې د تېر په پرتله د ښوونې او روزنې په برخه کې زیات کار شوى دى. په پکتیا کې د پنځلسو ښوونځیو ودانۍ په داسې حال کې ګتې اخیستنې ته سپارل کېږی چې د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې لا هم ښوونځی ودانۍ نه لری او زده کوونکی یې په دښتو کې توند لمر او سپېرو بادونو ته په لوست بوخت دی.
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.