خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ولسمشر ومنل چې د مخالفینو د ګواښ له امله په غزنی کې ځینې ښوونځی تړل شوی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
که څه هم ځایی چارواکی په غزنی ښار کې دښوونځیو دتړل کیدو خبره نه منی ، خو ولسمشر حامد کرزی نن پخپله راډیویی وینا کې ومنل چې د وسلوالو مخالفینو له لوری دغلته یو شمیر ښوونځی تړل شوی دی.
د غزنی ښار د یو شمیر ښوونځیو مسوولین، زده کوونی او ځایی اوسیدونکی وایی چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په ښار کې د طالبانو د ګواښنې له امله تر 20 شاوخوا ښوونځی تړل شوی دی، خو د پوهنې وزارت او د غزنی د پوهنې ریاست بیا دغه خبرې ردوی او زیاتوی چې هلته هیڅ ستونزه نشته.
دغزنی د پوهنې رییس څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ویلی وو، چې د بارانونو له امله یو شمیر زده کوونکی ښوونځیو ته نه ځی.
خو ولسمشر حامد کرزی نن دغویی په 15مه، پخپلې پنځلس ورځنۍ راډیویی ویناکې په ډاګه کړه، چې په غزنی ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د تهدید او ګواښ له امله یو شمیر ښوونځی او مدرسې تړل شوې چې له امله یې زرګونه نجونې او هلکان له زده کړې پاتې شوی دی.
ولسمشر په دې وینا کې له مخالفینو پوښته کړې چې د ښوونځیو د بندولو او تړلو زیان چاته رسیږی؟ هغه زیاته کړې چې زیان یې امریکا اویا نورو بهرنیانو ته نه رسیږی، بلکې همدې افغان ولسس او ماشومانو ته رسیږی، چې له زده کړو پاتې کیږی.
هغه زیاته کړې : (( د همدې بې سوادې له امله نن موږ ډاکټران نه لرو، ناروغان مو بهرنیو هیوادونو ته ځی، انجنیر نه لرو، چې زموږ سړکونه او ودانۍ جوړې کړی. ))
حامد کرزی وایی چې د ښوونځیو د تړلو ګټه هغو خلکو ته رسیږی، چې نه غواړی افغانستان په خپلو پښو ودریږی او د پردیو له احتیاج څخه خلاص شی .
ولسمشر د وسلوالو مخالفینو پر مشرانو غږ کړی، چې د ښوونځیو له تړلولاس واخلی او پریږدی، چې د هیواد بچی زده کړې وکړی او د پردیو له احتیاجه خلاص شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.