خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/16 0:0کد خبر: 10046

طالبانو د پاکستان له حکومت څخه د استاد یاسر په اړه سپیناوى وغوښت

طالبانو د پاکستان له حکومت څخه د استاد یاسر په اړه سپیناوى وغوښت - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

وسلوالو طالبانو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د استاد یاسر د مړینې په اړه ورته سپیناوى وکړی. استاد یاسر، چې د وسلوالو طالبانو د کولتوری کمېټې مشر و، څو کاله مخکې د پاکستانی ځواکونو له خوا تر نیولو وروسته بندی و، تېره اونۍ ځینو رسنیو د پاکستان په یوه زندان کې د هغه د مړینې خبر ورکړ، خو طالبانو تر اوسه د نوموړی مړینه نه ده تایید کړې. د وسلوالو طالبانو د یوه ویندوى ذبیح الله مجاهد له خوا د غویی په 16مه پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دوى هم د رسنیو له لارې د استاد یاسر د مړینې اوازې اورېدلې دی. هغه زیاته کړې، استاد یاسر چې د دوى د فرهنګی کمېټې پخوانى مشر و، کورنۍ یې هم د مړینې له اوازې خبره شوې او سخت په تشویش کې ده. سرچینې زیاته کړې، چې استاد یاسر په 2009 زېږدیز کال کې د پاکستانی امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوى او له تېرو څلورو کلونو راهیسې هلته بندی دى. په خبرپاڼه کې راغلی: ((دا چې اوس د هغه د مړینې اوازې خپرې شوې، نو طالبان او د هغوى کورنۍ سخت په تشویش کې ده او د پاکستان له حکومت څخه غواړی چې په دې برخه کې سپیناوى وکړی، چې ایا هغه رښتیا مړ شوى، که اوس هم د اسارت شپې ورځې تېروی.)) د یادونې ده، چې تېر کال د وسلوالو طالبانو یو بل مهم غړى ملا عبیدالله هم د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوى و، چې طالبانو یې په اړه له پاکستانی چارواکو وضاحت غوښتى و، خو هغوى تر اوسه کوم وضاحت نه دى ورکړى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.