خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/05 0:0کد خبر: 1008

د ویکی لیکس پر راپوربېلابېلو هېوادونوعکس العمل ښوولى

د ویکی لیکس پر راپوربېلابېلو هېوادونوعکس العمل ښوولى  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

په کابل او اسلام اباد کې تحلیل کوونکو او چارواکو د ویکی لیکس ډلې په نوم د محرمو اسنادو د یوه خپروونکی ویب سایټ د وروستی راپور تر خپرېدو وروسته بېلابېل عکس العمل ښوولى، په دې راپور کې د افغانستان په جګړه کې د غربی ځواکونو د ماتې ادعا شوې دغه راز ویل شوی چې پاکستانی استخبارات د سخت دریځو وسلوالو ډلو ملاتړ کوی. د ویکی لیکس د دې حیرانوونکی راپور تر خپرېدو وروسته د کابل عکس العمل چټک و، خو پاکستان یې متحویات رد کړل. دغه راپور د 92زره پټو اسنادو له مخې برابر شوى او د ګڼو افغان چارواکو او تحلیل کوونکو هغه ادعا نوره هم قوی کوی، چې له کلونو راهیسې یې د ناټواوامریکایی پوځیانو د څو کلنې جګړې د ډول په اړه درلوده. پرون د افغانستان د ولسمشر ویاند وحید عمر په کابل کې خبریالانو ته وویل دوى به په دې اړه جدی څېړنه کوی، چې د ده په خبره تر څیړنو وروسته به دغه اسناد ډېر نور څه هم څرګند کړی: ”لکه څنګه چې تر اوسه موږ اندېښنه درلوده او په دغواسنادو کې چې موږ مطالعه کړی دوه شیان څرګند دی، هغه ملکی تلفات او د پاکستان د استخباراتی ادارې یا ISI د رول په اړه، چې دې ادارې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره زیات رول لوبولى دى.“ د پوځی چارو په برخه کې د زرګونو اسنادو له مخې دغه برابر شوى راپور د 2004م کال له جنورۍ څخه را نیولې د 2009م کال تر ډیسمبره پورې حالات بیانوی، چې د همدې کال په مې میاشت کې د اوباما ادارې د افغانستان د جګړې په اړه خپله نوې ستراتیژی اعلان کړه، راپور هم په ترتیب سره د جګړې بد وضعیت تشرېح کوی. په راپور کې د ملکی تلفاتو د زیاتېدو او د طالبانو د حملو د شدت په اړه هم ځینې اسناد ځاى شوی، چې ویل شوی دغه سخت دریځی وسلوال د ګاونډی هېواد پاکستان له پناه ځایونو او مرستو خوندونه اخلی، راپور د پاکستان استخباراتی اداره یا ISI تورنه کړې چې د دغو وسلوالو ملاتړ او مرسته کوی. په کابل کې مېشت د سیاسی چارو کار پوه احمد سعیدی ازادۍ راډیو ته وویل، د دغو اسنادو خپرېدو په افغانستان کې د اسلام اباد دوه مخې لوبه څرګنده کړه. دى وایی د دې راپور محتویات ښیی چې پاکستان له هغو مالی مرستو استفاده کوی چې امریکا یې د ټروریزم په وړاندې د جګړې لپاره لګوی. په راپور کې پرغربی ځواکونو، هندی ډیپلوماتانو او مرستندویانو دغه راز افغان چارواکو د تنظیم شوېو بریدونو په برخه کې د پاکستانی جاسوسانو د رول یادونه هم شوې، چې ویل شوی د استخباراتی ادارې ISI پخوانی مشر حمید ګل دغسې زیات بریدونه تنظیم کړی. خو اسلام اباد دغه راپور رد کړى، د پاکستان پخوانی پوځی جنرال او د امنیتی چارو شنونکی جنرال طلعت مسعو ازادۍ راډیو ته وویل په دې راپور کې هڅه شوې چې پاکستان بدنامه شی: ”زیاتره ادعاوې حقیقت نه لری، په حقیقت کې د ملی امنیت په شورا کې د هغوى خپلوعالی رتبه چارواکو او په نورو ځایونو کې دوى ویلی چې دغه راپور سم نه دى، دوى ویلی چې د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری زیاته شوې ده.“ پاکستانی تحلیل کوونکو ویلی، د دغو اسنادو معلومات به ښایی د افغان مخبرانو او استخباراتو له خوا برابر شوی وی، چې د دوى په وینا په تاریخی لحاظ هم له کابل سره د پاکستان اړیکې ښې نه دی. د پاکستان د استخباراتی ادارې یا ISI پخوانی مشر حمید ګل دغه ادعاوې غندلی، له القاعدې او طالبانو سره یې د خپلو اړیکو درلودل رد کړی. د ویکی لیکس ادارې موسس جولیان اسېنج له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې بیا ویلی دی، د دغو اسنادو خپرېدو د جګړې اصلی څېره وښوده: ”د افغانستان او نورو هېوادونو ولسونه به وګوری چې رښتیا هم څه روان دی او په ستونزو به خبر شی. د راپور اهمیت په دې کې دى چې جامع محتوا لری، ځکه له 2004م کال راهیسې د جګړې په اړه یو تصویر دى، دغه راز منفردې پېښې هم په کې را اخیستل شوی، چې دغه پېښې هم خاص اهمیت لری.“ د دې راپور په اړه د امریکا په ګډون، جرمنی، ایران، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو عکس المعل ښوولى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.