خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزى: د امریکا د پوځی حضور په اړه ګرانې خبرې په مخکې پرتې دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ښاغلی کرزی پرون په کابل کې وویل، دی له امریکا سره داسې یو توافق غواړی چې د افغانستان د ملی حاکمیت، د خلکو د ګټو او د دې هېواد د قوانینو ساتنه وکړی.
افغان ولسمشر حامدکرزی پرون خبرداری ورکړ چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځی حضور په اړه ستونزمنې او ګرانې خبرې اترې لاهم په مخکې پرتې دی.
ښاغلی کرزی پرون په کابل کې وویل، دی له امریکا سره داسې یو توافق غواړی چې د افغانستان د ملی حاکمیت، د خلکو د ګټو او د دې هېواد د قوانینو ساتنه وکړی.
د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د سه شنبې په ورځ په کابل کې هغه سند لاسلیک کړ چې په 2014 کال کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې تعریفوی، خو په دې سند کې د هغو محدودو امریکایی ځواکونو څرنګوالی نه دی بیان شوی چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې پاتېږی.
په دې برخه کې یو خنډ، د افغانستان د جرم په صورت کې د محاکمو په وړاندې د امریکایی پوځیانو مصوونیت دی. د امریکایی سرچینو د معلوماتو له مخې ښایی له 2014 کال وروسته شاوخوا پنځلس زره امریکایی سرتېری په افغانستان کې پاتې شی.
- منبع: آژانس خبری افغان ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.