خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/20 0:0کد خبر: 10111

عظیمی: خپل ټول توان مو د اردو له لیکو د شکمنو کسانو پر ایستو متمرکز کړى

عظیمی: خپل ټول توان مو د اردو له لیکو د شکمنو کسانو پر ایستو متمرکز کړى - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ملی دفاع وزارت د افغان ځواکونو له خوا د ایساف سرتېرو وژل کېدل د اندېښنې وړ بولی او وایی چې د دا رنګه پېښو د مخنیوی لپاره کوټلې هڅې ترسره شوې دی. د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال محمدظاهر عظیمی نن (د غویی 20مه) د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې دغه ډول پېښې بېلابېل لاملونه لری او هره پېښه چې رامنځته کېږی، د دفاع وزارت یې په اړه د ایساف له ځواکونو سره په ګډه څېړنه کوی. هغه زیاته کړه، چې د دغو پېښو د مخنیوی لپاره د ملی اردو په لیکو کې جدی اقدامات ترسره شوی دی. د عظیمی په وینا، د کشفی ارګانونو څېړنې په ټولو ولایتونو او د ملی اردو په جزوتامونو کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې یو شمېر شکمن کسان د ملی اردو له لیکو ایستل شوی، ځینی یې نیول شوی او اوس بندیان دی. د دفاع وزارت ویاند وویل: "هغه ټکى چې ډېر هیله من کوونکى دى، دا دى چې مخکې مو د ملی اردو د کمیت د بشپړولو لپاره د کسانو جلب او جذب ته پاملرنه کېده، خو اوس دغه کمیت پوره شوى او اوس خپله ټوله انرژی او امکانات مو د ملی اردو د سرتېرو په کنټرول او پېژندنه متمرکز کړی دی." نوموړی څرګنده کړه، چې د ملی اردو ډلې د داسې کسانو د پېژندلو او کنټرول په برخه کې کار کوی، څو په راتلونکی کې دغه شان پېښې رامنځته نه شی. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې ایساف د افغان سرتېرو له خوا د خپلو سرتېرو د وژل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلی وو، چې په روان زېږدیز کال کې د هغوى 19 سرتېری په دې ډول پېښو کې وژل شوی دی. د ایساف د ویاند کارسټین جکوبسن (Carsten Jacobson) په وینا، دغه سرتېری د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا په 14 بریدونو کې وژل شوی دی. دى وایی، تر دغه مهاله چې کومې څېړنې شوې، ښیی، چې د دغو پېښو تر شا بېلابېل لاملونه موجود وو، چې ډېرى یې شخصی عقدې وې. د یادونې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له 2007 زېږدیز کاله راپه دېخوا افغان ځواکونو پر بهرنیو ځواکونو 45 بریدونه ترسره کړی، 70 سرتېری یې وژلی او 110 نور یې ټپیان کړی دی. د ملی دفاع وزارت همدارنګه په دې خبری غونډه کې وویل، چې د غویی میاشتې په اوږدو کې په ټول هېواد کې 47 عملیاته ترسره شوی او د دولت د سلګونو مخالفینو د وژنې او نیول کېدو ترڅنګ د ملی اردو 48 منسوبین هم وژل شوی او 71 نور ټپیان شوی دی. وسلوال طالبان وایی، چې هغوى د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د الفاروق په نوم پسرلنی عملیات پر لاره اچولی دی. طالبان ادعا کوی، چې له تېرې اونۍ راهیسې او د الفاروق عملیاتو له پیله یې لسګونه کورنی او بهرنی سرتېری وژلی او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.