خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/25 0:0کد خبر: 10178

د ارسلان رحمانی د قاتلینو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه وشوه

د ارسلان رحمانی د قاتلینو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه وشوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه

د مشرانو جرګې مشر او د سولې د عالی شورا غړو د مولوی ارسلان رحمانی د تدفین په مراسمو کې له حکومت څخه د هغه د قاتلینو د نیولو او محاکمې غوښتنه وکړه. ارسلان رحمانی تېره ورځ د کابل په دهبوری سیمه کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شو او نن په کابل کې د مرنجان په غونډۍ کې د جنازې تر لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شو. په دغو مراسمو کې یو شمېر دولتی چارواکو، د ملی شورا او د سولې د عالی شورا غړو، قومی مشرانو، د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې رییس مصطفى ظاهر او ځینو پخوانیو جهادی قوماندانانو ګډون کړى وو. د نوموړی د تدفین تر مراسمو وروسته، د جنازې ګډونوالو ته په وینا کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار، د افغانستان د علماوو د سرتاسری شورا مشر قیام الدین کشاف او د سولې د عالی شورا غړی عبدالحکیم مجاهد په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د رحمانی د قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه. د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وویل، پر حکومت به ډېر فشار راولی چې د مولوی رحمانی د وژلو پېښه وڅېړی او د افغانستان خلکو ته قانع کوونکى ځواب ورکړی. مسلمیار زیاته کړه، حکومت مکلفیت لری چې د خپلو خلکو او په تېره بیا د دولتی چارواکو د ژوند ساتنه وکړی. د مشرانو جرګې رییس وویل، چې حکومت باید قاتلین ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری. غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان د عالمانو د سرتاسری شورا مشر قیام الدین کشاف پر مخالفینو غږ وکړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلی او په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړی. هغه وویل، چې وسلوال مخالفین باید د جګړې پرځاى د سیاسی مبارزې لار خپله کړی. کشاف زیاته کړه: ((ټولټاکنې به وښیی چې څوک څومره پلویان لری.)) کشاف په هېواد کې د سولې لپاره په کوردننه پر ملی یووالی ټینګار وکړ او پر ګاونډیو هېوادونو یې غږ وکړ، چې د دښمنۍ پرځاى د دوستۍ لار خپله کړی. ده زیاته کړه: ((ګاونډیو ته وایم چې تاسو په ورورولۍ کې څه بدی لیدلې ده، چې دښمنی کوئ!)) ده وویل چې د هېواد د خلکو دښمنان، باید ځنځیری وژنې پاى ته ورسوی. تېر کال د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی هم، په کابل کې په خپل کور کې په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شو. په همدې حال کې د چارو شنونکی، د مولوی ارسلا رحمانی وژل کېدل په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بولی او وایی، چې نوموړى د خپل نفوذ له امله هم دولت او هم طالبانو ته د باور وړ سړى و. د سیاسی چارو شنونکى محمد حسن حقیار وایی، چې رحمانی په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد پرمهال د حرکت انقلاب اسلامی د ګوند مرستیال او د پراخ نفوذ خاوند و، چې د دې تنظیم غړی تر ډېره د طالبانو په لیکو کې ورګډ شول. د ده په وینا، ارسلا رحمانی د سولې په شورا کې تر ټولو فعاله او مطرح شخص، له مخالفینو سره د سولې پلوى و او رښتینې هڅې یې کولې، ترڅو روانه جګړه د سولې له لارې پاى ته ورسېږی. ده زیاته کړه: "مولوی صاحب رحمانی داسې کس و چې د سولې لپاره یې ډېر کار کاوه، زړه سوى یې درلوده، غوښتل یې چې د افغانستان قضایاوې او جګړه، د سولې، تفاهم او مذاکراتو باندې حل شی، نورې وینې تویې نه شی." د ده په باور، د رحمانی تر وژل کېدو وروسته، اوسمهال د شورا په ترکېب او ان د حکومت په ترکیب کې داسې څوک نه لیدل کېږی چې د هغه د هڅو ځاى ناستى شی. ده وویل چې رحمانی د سولې په عالی شورا کې د ګوتو په شمار کسانو له ډلې و، چې نه شتون به یې د سولې عالی شورا روانې هڅې لا نورې هم ټکنۍ کړی. حقیار زیاته کړه: "اوس چې رحمانی صیب ووژل شو، له طالبانو سره خبرې خو تردې وړاندې د ستراتیژیک تړون له امضا سره په ټپه درېدلې وې، نو ګومان کوم چې دا رکود به تر یوه حده پورې نور هم ژور شی." حقیار د "ملا داد الله محاذ" ډلې په اړه، چې د رحمانی د وژلو مسوولیت یې په غاړه اخیستى، په مستعار نوم د سیمې د استخباراتی کړیو کار وباله، چې غواړی په افغانستان کې له مخالفینو سره د سولې پروسه په ټپه ودرېږی او یا د هغوى له خوښې سره سم مخ ته لاړه شی. مولوی رحمانی د مشرانو جرګې د دینی او فرهنګی چارو کمېسیون رییس او د طالبانو په رژیم کې د لوړو زده کړو مرستیال او له طالبانو سره د خبرو اترو یوه مهمه څېره وه. نوموړى د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکى او په 1323 لمریز کال کې زېږېدلى و. دغه دینی عالم د دینی زده کړو ترڅنګ د فلسفې په برخه کې ځانګړې زده کړې کړې وې او د جهاد پرمهال د مولوی محمدنبی په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامی ګوند مرستیال و. کله چې په پېښور کې د صبغت الله مجددی په مشرۍ د مجاهدینو عبوری حکومت رامنځ ته شو، مولوی رحمانی د حج او اوقاف د وزیر په توګه او وروسته د استاد ربانی په حکومت کې لومړى د حج او اوقافو وزیر او وروسته د صدارت مرستیال شو. نوموړى د طالبانو له رامنځ ته کېدو سره له هغوى سره یوځاى شو او د لوړو زده کړو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو. د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د حامد کرزی له حکومت سره یوځاى شو، لومړى د امریکا په تور لیست کې راغى، خو دوه کاله وروسته له 13 نورو کسانو سره له دغه لیسته وایستل شو. مولوی رحمانی د مشرانو جرګې په دواړو دورو کې د جرګې انتصابی غړى و او اوسمهال د سولې د عالی شورا غړى او د افغان بندیانو د خوشی کېدو د کمېسیون رییس هم و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.