خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/06 0:0کد خبر: 1026

وزیرانو شورا:امروز خصوصی تلویزون دې خپلې خپرونې بندې کړی

وزیرانو شورا:امروز خصوصی تلویزون دې خپلې خپرونې بندې کړی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغانستان د وزیرانو شورا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې د امروز تلویزیون نشرات دى تر راتلونکې پریکړې پورې وتړی. د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر ډاکټر حکیم عاشر د وزیرانو شورا د دغې پریکړې په اړه ویلی چې د امروز د تلویزیون په خپرونو کې مذهبی مسایلو ته لمن وهل کیږی چې ملی یوالی ته هم تاوان رسوی، خو د امروز تلویزیون مشر وایی چې دغه پریکړه د یو شمېر سیاسی احزابو په ټینګار شوې ده. د افغانستان د وزیرانو شورا په وروستۍ غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لوى څانوالۍ ته دنده سپارل شوې چې د امروز په نوم د یو خصوصی تلویزیون خپرونې دې تر راتلونکې پریکړې پورې وتړل شی. د افغانستان د حکومت د رسنیو د دفتر مشر ډاکټر حکیم عاشر ازادۍ راډیوته وویل چې دغه پریکړه د قانون په رڼا کې شوې ده. ښاغلی عاشرامروز تلویزیون ملی ګټو ته د نه پاملرنې په تور تورن کړ ویی ویل، چې د دغه تلویزیون په خپرونو کې مذهبی مسایلو ته لمن وهل کیږی چې دا ملی یووالی ته تاون رسوی: “هغه خپرونې چې د افغانستان د ملی ګټو پر خلاف عمل کوی هغه خپرونې باید بندې شی نو په دې اساس د وزیرانو شورا دا تصمیم نیولى چې امروز تلویزون باید خپل خپرونې بندې کړی.” امروز خصوصی تلویزیون چې د څه باندې دوه کاله را په دیخوا خپرونې کوی په دې وروستیو کې یې په خپرونو کې ګاونډۍ هېواد ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنه او د افغان کډوالو سره په نا سم چلند تورن کړى او د پلویانو له خوا یې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې ایران ضد لاریونونه هم په لاره اچولی دی . د امروز تلویزیون مسوول نجیب الله کابلی چې د افغانستان په ولسی جرګه کې د خلکو استازى هم دى د وزیرانو شورا دغې پریکړې ته په انتقاد سره وایی: “دا چلند چې د امروز تلویزیون سره کیږی دا د لومړی ځل لپاره نه دى، دا شان چلندونه د افغانستان د اساسی قانون او د رسنیو د قانون خلاف دی زه په دغه پریکړه کې د یو شمېر افرادو او اشخاصو چې له بهرڅخه یې ملاتړکیږی لاس لرل وینم.” د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندرهم د وزیرانو شورا دغه پریکړه د قانون خلاف بولی وایی چې دغه پریکړه سیاسی انګیزه لری. د ښاغلی سمندر په وینا د وزیرانو شورا ښایی دغه پریکړه د یو شمېرکسانو او بهرنیو هېوادونو تر فشار لاندې کړې وی: “د وزیرانو د شورا پریکړه د افغانستان د رسنیو د قانون خلاف ده.” د افغانستان د وزیرانو شورا د دې تر څنګ چې د امروز تلویزیون د نشراتو د تړلو پریکړه یې کړې ده دغه شان یې په طلوع تلویزیون کې د بازی بخت د خپرونې او په یک تلویزیون کې هم دغې خپرونې ته د ورته پروګرام د بندولوغوښتنه کړې ده. خو د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وایی، چې پکار ده دا شان پریکړې د رسنیو د قانون څخه د سرغړونې کمیسیون ته پریښودل شی. ازادۍ راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو نظر هم واخلی خو د بیا بیا اړیکو ټینګولو سره، سره د دغه وزارت چارواکو په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.