خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی ودانۍ جوړه شوه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی ودانۍ د پاکستان لخوا د لس میلیونه امریکایی ډالره په مالی مرسته جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغومراسمو کې، چې پرون د یادې ودانۍ په تالار کې نیول شوې وو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیرسرور دانش، په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمدصادق، د کابل پوهنتون رئیس او یو شمېر استادانو ګډون کړى وو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سرور دانش د پاکستان له حکومته مننه وکړه او دا یې د دواړو هېودانو ترمنځ د دوستانه اړیکو یوه ښکاره بېلګه وبلله.
د پاکستان سفیر وویل، د دوى هېواد په افغانستان کې دې ته ورته نورې پروژې هم ترکارلاندې لری، چې په نږدې راتلونکی کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله امین وویل، په دې پوهنتون کې غټه ستونزه د درسی خونو نشتوالى وو، چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به دغه ستونزې یوڅه راکمې شی.
دغه پنځه پوړیزه ودانۍ، چې 20 درسی خونې دوه د کنفرانسون ولویې خونې، کتا بتون او په نورو ټولو اړینو وسایلو سمبال ده لس میلیونه امریکایی ډلره لګښت پرې راغلى.
کابل پوهنتون، 77 کلن تاریخ لری، چې هر کال نږدې دوه نیم زره محصلین په مختلفو څانګو کې ټولنې ته وړاندې کوی.
اوس مهال شاوخوا پنځلس زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دی، چې د اوه سوه تنو استادانو لخوا تدریس ورکول کېږی
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.