خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/17 18:48کد خبر: 10456
حامدکرزی په کندهار کې تروریستی بریدونه وغندل

حامدکرزی په کندهار کې تروریستی بریدونه وغندل

حامدکرزی په کندهار کې تروریستی بریدونه وغندل  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د کندهار په ولایت کې هغه دوه پرله پسې ځان مرګی تروریستی بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ګڼ شمېر ملکی وګړو ته مرګ ژوبله وا وښته. حامدکرزی په داسې حال کې چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ګډون په خاطر اوس مهال د چین هېواد په پلازمېنه بجینګ کې دی، دغه بریدونه په کلکه غندی او هغه د ټولو انسانی او اسلامی اصولو پرخلاف عمل او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بولی. حامدکرزی وویل تروریستانو د ننیو تروریستی بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا ثابته کړه چې دوی دومره ذلیل شوی چې د بې ګناه ملکی وګړو د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول ناوړه او شرمونکی عمل څخه هم ډډه نه کوی. د کندهار ولایت د دفتر د معلوماتو له مخې د افغانستان د خلکو دښمنانو، نن د کندهار له ښار څخه د سپین بولدک ولسوالی ته پر غځیدلی لاره په هغه بازار کې دوه پرله پسې ځان مرګی تروریستی بریدونه ترسره کړل چې د مسافرینو لپاره د ډوډی خوړلو او دمې جوړولو په موخه جوړ شوی دی. په دغو بریدونوکې دوه ویشت تنه ملکی وګړی شهیدان او شاوخوا پنځوس نور ټپیان شوی دی. د افغانستان جمهوررئیس د دغو تروریستی بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږی او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوی او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسی روغتیا هیله کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.