خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدا د ایران لپاره ډیر اهمیت لر ی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
زمونږخبر یال راپور راکو ی علی اکبر صالحی چې د افغانستان په سیمه ایز کانفرنس کې د ګډون لپاره یې کابل ته سفر کړې نن له خپل افغان هم څنګ زلمی رسول سره په کتنه کې وویل اسلامی ایران د ثبات او سولې ژر تر ژره ټینګیدا او د افغان ملت هوسا او امنیت ضروری بولی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر د دې خبرې په کولو سره چې افغانستان په بیلا بیلو سیاسی ، اقتصادی او امنیتی ډګرونو کې د ایران لپاره ځانګړې ځاې لری ، زیاته کړه ایران د اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا په تیره بیا د ټرانسپورت ، انرژۍ او له دغه هیواد سره د تجارت د پراختیا لپاره بشپړه چمتووالې لر ی .
ښا غلی صالحی همداراز په افغانستان کې د دومدارې پراختیا په رامینځته کیدا کې د ګاونډیو هیوادونو رول چې د سولې او ثبات زمینه جوړونکې به وی ، مهم وباله .
د افغانستان خارجه وزیر زلمی رسول هم په دغه کتنه کې د افغانستان په ثبات ، امنیت او سولې کې د ایران په ځای او رول ټینګار وکړ او ویې ویل اسلامی ایران د افغانستان د باور وړ ملګرې دې .
د افغانستان د قلب اسیا په نوم سیمه ایزه غونډه د سیمې د 15 هیوادونو، له سیمې وراخوا د دولسو خارجه وزیرانو او نورو مقاماتو او همدارازپه کابل کې د نړیوالو موسسو د یوشمیر مقاماتو په شتون سره ترسره شوه .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.