خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امنیتی کمپنۍ درې ساتونکی ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په غزنی ښار کې نن سهار د خصوصی امنیتی کمپنۍ پر یوه موټر د ماین د چاودنې له امله درې ساتونکی ووژل شول.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ کشفی مرستیال سمونوال غنی خان رسنیو ته وویل، چې چاودنه د ښار اړونده د پکتیکا پر لویه لاره د ارزو په کلی کې وشوه.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې درې ساتونکی ووژل شول او یو تن یې ټپی شوى دى.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، چې په چاودنه کې څلور ساتونکی وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د خصوصی امنیتی کمپنۍ پنځه ساتونکی وژل شوی وو
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.