خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د کابل په چاودنه کې درې تنه ووژل شول او 28 نور ټپیان شول

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د کابل ښار په شمشاد مارکېټ کې د ګازو ډبې په چاودنه کې مارکېټ اور اخیستى، درې تنه مړه شوی او 28 نور ټپیان دی.
دغه چاودنه نن غرمه ( د چنګاښ 13مه) د 12 بجو شاوخوا د پروان هوټل په مخ کې په یوه درملتون کې رامنځته شوه.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د کورنیو چارو وزارت لخوا ایرکا خبری اژانس ته رسېدلې ، راغلی ، چې د چاودنې په پایله کې درې تنه مړه شوی او 28 نور ټپیان دی.
سرچینې لیکلی دی، چې د پنځو تنو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلی ، د ډبې له چاودنې وروسته د شمشاد په پنځه پوړیزه ودانۍ کې سخت اور ولګېد، خو دغه اور د اطفایې پولیسو او امنی پولیسو د هڅې او هاند په پایله کې مړ او په دې مارکېټ کې د میلیونونو ډالرو زیان مخه ونیول شوه.
د کورنیو چارو وزارت وایی ، چې له دې هڅو سره سره شپږ دوکانونه او څو موټر په قسمی ډول ویجاړ شوی دی.
د کابل ښار د روغتونونو رییس ډاکټر عبدالکبیر امیری وایی ، چې تر دې مهاله روغتونونو ته دوه مړی او 18 ټپیان راوړل شوی ، چې په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دی.
هغه پژواک ته وویل ، چې شپږ ټپیان د خیرخانې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او یو شمېر نور د سوځېدنې اړوند روغتونونو ته لېږدول شوی، چې روغتیایی حالت یې ښه دى.
د پژواک خبریال د پېښې له سیمې خبر راکوی ، چې اور د مارکېټ په لومړی پوړ کې لګېدلى و ، چې د چاودنې په پایله کې د مارکېټ ددوکانونو او پروان هوټل په ګډون د شاوخوا ودانیو ښیښې ماتې شوې دی.
د خیرخانې مېنې د شمشاد مارکېټ یوه درمل پلورونکی رحمت ا لله وویل، چې په دې پېښه کې یې ورور ټپی شوى دى.
دهغه په وینا، چاودنه دومره قوی وه، چې د څو دوکانونو ښیښې یې ماتې کړی او د دوکانونو درمل هرې خواته لوېدلی دی.
د پروان هوټل د درمل پلورونکو د اتحادیې رییس عبدالخالق ځاځى وایی ، چې په دې مارکېټ کې د درمل پلورنې نږدې سل دوکانونه موجود دی او دوکاندارانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتى دى.
د شمشار مارکېټ ته نږدې د صحت مارکېټ ساتونکی عبداللطیف پژواک ته وویل : " موږ له چاودنې وروسته ځان مارکېټ ته ورساوه او لس تنه ټپیان ، چې سوځېدلی وو، له مارکېټ څخه مو ووېستل او دپولیسو رېنجر موټر ته مو ولېږدول. "
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.