خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حامد کرزی د سمنګان ولایت د تروریستی پېښې د څېړنې لپاره پلاوی وګماره
زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی هغه تروریستی برید چې د ولسی جرګې د وکیل احمد خان سمنګانی، د سمنګان ولایت د امنیت د رئیس جنرال محمدخان او یو شمېر نورو بې ګناه هېوادوالو د مړینې لامل شو، په کلکو ټکو وغانده.
د افغانستان د خلکو دښمنانو نن سهار په ایبک ښار کې د احمدخان سمنګانی د لور د واده په مراسمو کې د ځانمرګی تروریستی برید په تر سره کولو، د احمد خان سمنګانی او ددغه ولایت د امنیت د رئیس جنرال محمدخان په شمول 17تنه شهیدان او د ولسی جرګې د وکیل محمد اسحق رهګذر، د 606 انصار زون د قوماندان سید احمد سامع او د سرپل د پخوانی والی سید اقبال منیب په ګډون 43 تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس ددغه تروریستی برید د غندلو په ترڅ کې وویل: د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا زموږ د بې ګناه خلکو او د یوه جهادی شخصیت په وژلو لاس پورې کړ چې په خپلو هڅو سره یې وکولای شول چې په ملی وحدت کې خپله ونډه واخلی.
د جمهور رئیس د حکم له مخې، ددغې پېښې د څېړنې لپاره د لویې څارنوالۍ د مرستیال څارنپوه رحمت الله نظری په مشرۍ یوه پلاوی ته چې په ترکیب کې یې د کورنیو چارو د وزارت، د ملی امنیت د لوی ریاست او د محلی ارګانونو د خپلواکې ادارې استازی شامل دی، دنده وسپارله.
پلاوی ته دنده وسپارل شوه، تر څو د شهیدانو کورنیو ته د جمهور رئیس د خواخوږۍ او ډاډګیرنې د مراتبو د څرګندولو تر څنګ، د پېښې څرنګوالی په جدی ډول وڅېړی او د خپلو موندنو ریپوټ دې ډېر ژر د جمهوری ریاست مقام ته وړاندې کړی.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د ټیلیفونی اړیکو په ترڅ کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او دوی ته یې د لوی خدای(ج) له دربار څخه د صبر او حوصلې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.