خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په کورنیو او بهرنیو ملګرو باندې دپولیسو او ملی اردو دغړوله لوری دخواشینوونکو بریدونو ډیرښت

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
پدې ورځو کې دنورو خبرونو ترڅنګ چې دتاوتریخوالی، بم ایښودنې او ځانمرګو بریدونو له کبله ددولتی او بهرنیو ځواکونو او ملکی وګړو وژل کیدو او ټپی کیدو خبرونه غوږوته رسیږی، دولتی اوبهرنی ځواکونه، دخپلو همکارانو او همقطارانوله لوری تربریدونو لاندې نیول کیږی.
ددې ډول کړنو وروستۍ نمونه، دتیرې ورځې په مازدیګر، دملی پولیسو له غړوڅخه یوتن، دنیمروز دولایت دلارام دولسوالۍ په یوې څارګرې پوسته کې په خپلو ملګرو باندې ډزې وکړې چې دسیمه ایزو واکمنو په وینا، پدې پیښه کې یوولس تنه ووژل شول، په داسې حال کې چې دطالبانو له ویاندانو څخه یوه تن، ددې بریدد پړې پرغاړه اخیستلوسره ویلی دی چې دوه تنه پدې بریدکې شامل وو،او لدې برید کونکو څخه یوتن بیا دطالبانو څنګته تللی دی . دابرید دهلمند په ولایت کې په دوه بیلابیلو پیښوکې دښپږ امریکایی سرتیروله وژل کیدو یوه ورځ وروسته، ددوه تنو پواسطه پیښل شو، چې دهغوﺉ یوتن دملی پولیسو غړی ؤ.
دخپرې شوې شمیرې له مخې دملی پولیسو او ملی اردو دغړو دبریدونو شمیره په خپلو کورنیو او بهرنیو ملګرو باندې مخ په ډیریدوده چې دروان کال له پیل نه تراوسه پورې نژدې 34 تنه بهرنی سرتیری، په افغانستان کې ددې ډول بریدونو په پایله کې وژل شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.