خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امریکا دفاع وزیر له افغانانو باید بښنه وغواړی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ویکی لیکس بنسټ اېښودونکی د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې.
د دې ویب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې په اړه له خپرو کړیو اسنادو دفاع کوی.
د ویکی لیکس موسس جولیان اسانګ، چې خپله اسټرالیایی دى، د شنبې په ورځ یې یو بیان خپور کړ او د رابرټ ګېټس دا خبره یې رد کړه، چې د سندونو خپرېدل د افغانستان پر جګړې ناوړه اغېز کوی، په تېره بیا پر بهرنیو او افغان ځواکونو، ځکه چې ډېر پټ اجرا آت شوی دی.
اسانګ د ګیټس د خبرو په اړه وویل، د امریکا دفاع وزیر او نوره حکومتی اداره باید د دې پر ځای چې د استخباراتو غم کوی راوړاندې دې شی او د هغو کارونو تحقیقات دې وکړی چې په افغانستان کې څه شوی دی.
اسانګ زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزیر د دې پر ځای چې د خپرو شویو سندونو په خپریدو خپګان وکړی ورته پکار دی چې دافغانستان له ولسه بښنه وغواړی. د ویکی لیکس موسس زیاته کړه چې دبشری حقونو په برخه کې به د دوې ویب پانه خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.