خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ناپېیلی غورځنګ د شپاړلسمې غونډې د بهرنیو چارو وزیرانو د چمتووالی ناستې په متقابلې مباحثې کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول وینا

زمان تقریبی مطالعه: 7 دقیقه
بسم الله الرحمن الرحیم
ښاغلې د غونډې مشر،
قدرمنو همکارانو،
په پیل کې غواړم چې د ایران اسلامی جمهوری حکومت او ورور ولس ته د ناپېیلی غورځنګ د شپاړلسمې غونډې د کوربتوب او مشرۍ په غاړه اخیستلو له امله ګرمه مبارکی ووایم او همدارنګه غواړم چې له دوی څخه، ماته او ماسره مل پلاوی ته د ګرمې او سخاوتمندانه میلمستیا د وړاندې کولو نه، مننه وکړم. د غونډې مشر، زما ګران ورور ډاکټر صالحی زه ستاسو په وړ مشرتوب باور لرم او اجازه راکړې چې تاسو ته د دغې غونډې د مشورت په بریالیتوب سره مخته بولو کې د خپل پلاوی د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ درکړم.
لدې فرصت څخه په ګټې اخیستو همدا راز غواړم د مصر حکومت ته د خپل ګران همکار د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر کامل عمرو له لارې خپله کور ودانی، په تیرو دریو کلونو کې زمونږ په غورځنګ کې د فعال او رغنده مشرتوب د ښودلو له امله، وړاندې کړم.
همدا راز غواړم چې پدې وروستیو کې په ایران کې د شوې زلزلې له امله د منځته راغلیو زیانونو او ورانیو په اړه د خپلې همدردۍ او خواشینۍ مراتب وړاندې کړم. مونږ ژوندی پاته شویو او د هغوی کورنیو ته لاس په دعا یو او دوی ته د بیاژغورنې په هڅو کې د بریالیتوب هیله من یو.
د غونډې مشر،
د ناپېیلی غورځنګ شپاړلسمه غونډه د دغه غورځنګ د تاسیس څخه 50 کاله وروسته ترسره کیږی، چې پدې موده کې په نړۍ کې چټک بدلونونه او مهم حالات تیر شویدی.
سره لدې، نړۍ تر اوسه مغلقو او ګډو ننګونو سره د امن او سولې،اقتصادی پراختیا او ټولنیز پرمختګ، بشری حقونو او د قانون حاکمیت په برخو کې مخامخ ده، کوم چې په نړۍ کې په ټیکاو او سوکالۍ باندې نیغ اغیز لری. دا ډیره روښانه ده چې نن ورځ هیڅ هیواد دلویوالی، ګاونډیتوب یا منابع دپام نه په غورځولو، سره نشی کولې چې په یواځې توګه دغه ننګونې او ستونزې حل کړی. دا کار یواځې د نن ورځې په نړۍ کې ممکن نده.په دغه کړکیچن وخت کې ، د هر بل وخت نه زیات، او په کلونو کلونو د هیوادونو په مسیر کې د بدلونونو سره سره، اړینه ده چې د ناپېیلی غورځنګ په تاسیسی اصولو او موخو باندې غور وشی ترڅو وکولې شو خپلو ګډو ننګونو او ستونزو ته ګډې د حل لارې پیدا کړو.
د دې د شتون څخه د پنځو لسیزو په تیریدو سره، ناپېیلی غورځنګ په یوې محفوظې او سوکاله نړۍ کې د خپلې مرستې اهمیت ثابت کړې، او دا به همدارنګه د اوږدې مودې لپاره زمونږ سره په نړۍ کې د راپورته کیدونکو ننګونو په حل کې مرسته وکړی زمونږ د ټولیزو هڅو د اسانولو له لارې ترڅو هغه اصول، چې په بنسټ یې ناپېیلې غورځنګ تاسیس شوی وو، غښتلی او عملی شی.
د غورځنګ دیو بنسټ ایښودونکی هیواد په توګه، افغانستان د تل په شان د دغه غورځنګ د اصیلو موخو او اصولو پیاوړی کولو ته ژمن ده. زمونږ په برخه کې، مونږ د دغې غونډې د بحث لاندې په ټولو موضوعاتو باندې د ټولو غړیو سره له نږدې کار کولو ته ژمن یو، چې د هغو په منځ کې سیمه ییز او نړیوال سوله او امنیت، د ملګرو ملتونو د سیسټم اصلاح او لافعالول او بریالې کول ترڅو وکولې شی په لازیاته کچه او زیات اساسی توګه د نړۍ په سوله او امنیت؛بی وسلو کولو او د دې د نه تکثیرولو؛ افراط پالنې او تروریزم سره په مبارزه ؛ د فراملیتی تنظیم شویو جرمونو، نشه یی توکو، چاپیریالی موضوعاتو؛ د ښځو واکمنولو او بشری حقونو کې په ټولیزه توګه رول ولوبوی.
ښاغلې د غونډې مشر،
نن ورځ مونږ په یو حساس تقاطع ځای کې سره وینو چې زمونږ هیواد د اوږد مهاله سولې، امنیت او پرمختګ دسفر په لور روان ده. دا یو داسې وخت ده چې پکې په تیره لسیزه کې د افغان ولس هڅې، چې ملاتړ یې د نړیوالې ټولنې لخوا کیده، یوې ریښتونې شیبې ته رسیدلې دی.
د هیواد په ځینو برخو کې د شته امنیتی ننګونو سره سره چې زمونږ په سیمه کې د روانو تروریستی فعالیتونو له امله کیږی، مونږ په افغانستان کې د اوږد مهاله سولې، امنیت او سوکالۍ په لور په قوی لاره باندې ټینګ پاته یو. د روان میلادی کال د می د میاشتې راهیسې چې ما له تاسې سره په شرم الشیخ کې وکتل، مونږ خپلې هڅې د لیږد د بهیر په چوکاټ کې جاری ساتلې او د دغې غټې ملی موخې د بشپړې او پاییدونکی بریالیتوب باندې مو خپل تمرکز جاری ساتلې.
مونږ د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړی کولو په موخه عملی او ریښتینی ګامونه پورته کړیدی، د جون د میاشتې د استانبول بهیر د وزیرانو د دویمې ناستې په ګډون، چیرته چې مونږ د آسیا زړه سیمه کې د ځانګړو باور جوړونو تدبیرونو د ترسره کولو په اړه په ګډه سره په کار کولو هوکړه وکړه.
زمونږ د لیږد د بهیر لړۍ روانه ده. مونږ ټینګ عزم کړې، لکه څنګه چې مو نړیوالو همکارانو سره هوکړه کړې، چې د لیږد بهیر د 2013 کال تر پایه بشپړ کړو. دلیږد د بهیر په تعقیب به مونږ، لکه څنګه چې تیرکال د بن کنفرانس کې ، د روان میلادی کال د می په میاشت کې د شیکاګو په کنفرانس کې او همدارنګه د روان میلادی کال د جولای په میاشت کې د افغانستان په اړه د وزیرانو په کچه د ټوکیو په کنفرانس هوکړه وشوه، د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره د بدلون لسیزې (2015-2024) پیل کړو.
مونږ همدا راز د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته د عمل د جامې په وراغوستلو هم تمرکز کړې، کومه چې په هیواد کې د اوږد مهاله، پاییدونکې او ټینګې سولې او امنیت لپاره تر ټولو ډاډمنه لاره ده.
ښاغلې د غونډې مشر،
مونږ په سوریه کې په روانو حالاتو باندې ژور اندیښمن یو، چیرته چې بی شمیره سوریی ورڼو او خویندو د تاوتریخوالی له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړیدی، چې باید ژر تر ژره ودریږی، او په نوموړی هیواد کې د یوې ځانګړی سیاسی بهیر له لارې کوم چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن وی د سولې راوستو باندې ټینګ باور لرو او جدی غوښتونکی یې یو.
مونږ همداراز د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربو هیوادونو د ګډ استازی لخدر ابراهیمی د ټاکنې هرکلې کوو. زه د لخدر ابراهیمی په وړتیا باور لرم چې وبه کولې شی د سوریې د روانو حالاتو د حل په موخه به نړیوال ملاتړ لاسته راوړی او د ډیپلوماسی له لارې به په دغه هیواد کې روانو شخړو ته د پای ټکې کیږدی.
مونږ همدارنګه د فلسطین اشغال شوې خاورې د حالاتو په اړه ژور اندیښمن یو، د بیت المقدس په ګډون، کومو چې فلسطینی خویندې او وروڼه د زیاتو ستونزو سره مخامخ کړیدی. د دې لپاره چې دغه موجوده معضله په یوه عادلانه، پراخه او د فلسطینیانو- اسرائیلو ترمنځ د دایمی حل لاره پیدا شی، نو مونږ پدې اړه په پراخه کچه د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو غوښتونکې یو.
د تل په څیر افغانستان د فلسطین د ولس د دغه حق، چې یو خپلواکه هیواد ولری او پلازمینه یې بیت المقدس وی، ملاتړ کوی.
ښاغلې د غونډې مشر،
اجازه راکړې چې یادونه وکړم چې د ناپېیلی غورځنګ تاسیسی اصول د نن ورځې پورې دومره تړاو لری لکه څومره چې یې د دې غورځنګ د تاسیس په وخت کې لرل.ناپېیلی غورځنګ، د شخړو په سوله ییزه توګه حل او فصل کول، د بشری حقونو ساتنه او د عدالت، پرمختیا لاسته راوړل او همدارنګه نړیواله حکومتوالی غښتلی کول ترڅو ټول بشر ترینه ګټه واخلی، په اړه خپل اهمیت ثابت کړیده.
په پایله کې، د دې فرصت نه په ګټه اخیستو سره غواړم چې د ټولو ناپېیلی غورځنګ غړیو څخه ژوره کور ودانی وکړم چې له مونږ سره یې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ټیکاو ته د عملی جامې وراغوستلو هڅو کې مرسته کړې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.