خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/06/08 16:14کد خبر: 11320
دکابل دپوهنتون یو استاد: په تهران کې دناپییلوهیواد دوغونډوه، دنړۍ دسترو خوځښتونو په لارښوونه کې ددغه هیواد داغیزښکاروندو په ده

دکابل دپوهنتون یو استاد: په تهران کې دناپییلوهیواد دوغونډوه، دنړۍ دسترو خوځښتونو په لارښوونه کې ددغه هیواد داغیزښکاروندو په ده

دکابل دپوهنتون یو استاد: په تهران کې دناپییلوهیواد دوغونډوه، دنړۍ دسترو خوځښتونو په لارښوونه کې ددغه هیواد داغیزښکاروندو په ده - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

دکابل دپوهنتون استاد پروفیسور محمد هاشم عصمت اللهی وایی چې دناپییلو هیواد په غونډّ کې دایران داسلامی جمهوریت ریاست داوښودله سره لدې چې په لویدیځ پورې تړلو رسنیو داهیواد په سیاسی تعاملاتو کې منزوی ګاڼه په نړیواله او بین المللی کچه دخورا لوړ مقام، عزت او اقتدار خاوند هیواد دی. استاد عصمت اللهی له صدای افغان(آوا) آژانس سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل: ایران داسلامی جمهوریت له لوری ددغه خوځښت ریاست داوښوده چې دا هیواد دلودیځ رسنیو د پوچو آوازو پرخلاف، یومعقدر، اغیز ښندونکی اود نړیوالو سترو خوځښتونو دکنترول او لارښوونې وړتیا لرونکی هیواد دی. دهغه په وینا: په تهران کې ددې غونډې جوړول، دزمانی عنصر له نظره کولای شی چې د نړیوالو ستونزو او دملګرو ملتو په سازمان کې مشکلاتو په اړه او دهغو ستونزو په اړه چې دامنیت په شورا کې شتون لری، خپل پیاوړی او ځواکمن پیام د نړیوالو غوږوته ورسوی. هغه زیاته کړه: دغه غونډه کولای شی چې دغړو هیواد له واقعیتونو، علمی،آقتصادی،فرهنګی او ټولنیزو پرمختګونو سره دآشنایی او دښوشرایطو دپیدایښت لپاره یوښه فرصت شی ــ په تیره بیا داسلامی هیوادو چې په دې وروستیوکې ویښتا به بدلونونه او اسلامی پاڅونونه پکې په لار لویدلی دی. دښاغلی عصمت اللهی په عقیده دمنځنی ختیځ ځنیې هیوادونو چې د زبرځواکونو پلویان وواوله هغوﺉ سره یې همغږی عمل کاوه، تراسلامی ویښتیاوروسته یې دهغوﺉ پلوی پریښوده او پدې هیوادو کې نوی جوړښتونه دجوړیدو په حال دی. ښاغلی عصمت اللهی وویل: هغه مهال چې دنړۍ 120 هیوادونه، دایران داسلامی جمهوریت ریاست او مشترۍته لبیک ووایی، ددې هیوادد یوازیتوب ډنډوره به دهغه دلویدیځو مخالفانو له لوری دیوې توطیې له جوړولو پرته، بل څه نه وی. هغه وویل: دایران اسلامی جمهوریت دورستیو دیرش کلونو په اوږدوکې یوځانکړی او هوډمن سیاسی خپل کړی او داقتصادی او سیاسی تجریمونو په ځغملو سره سره، په سیاسی، فرهنګی،علمی او پرخپل ځان داتکاپه برخوکې لاس ته وراړنې هم لری. دهغه په باور، دایران ځانته نړیوال اعتماد دجلب کړی او نړۍ ورته داعتماد په نظر ګورې چې دا تهران ته دډیرارزښت لرونکی دی. دنړۍ 18 هیوادونه ــ له هغې جملې څخه ایران چې دمکرو ملتو سازمان دغړو له درې برخوڅخه نژدې دوه برخې جوړوی، دناپییلو هیوادو دغور ځنګ غړی دی، همدا اوس دایران هیواد ددغه غورځنګ دوره ای ریاست په غاړه لری. دیادونې وړدی چې دناپییلو هیوادو دغرځنګ غړی هیوادونو په هرو درې ای کالو یوځل، همدې نوم، په یوه غونډه کې سره راټولیږی. سیاسی پوهان دناپییلو هیوادو غورځنګ تردوهمې نړیوالې جګړې وروسته دیولوی زبرځواک(پخوانی شورویاتحاد) دړې وړې کیدل تجربه کړی او دامریکا شوم سیاست یې دیونړیوال زبرځواک په نوم پیژندلی دی. ﺉښاغلی عصمت اللهی وویل: سوله ریزګډژوند، دآېادی بښونکو غورځنګونو ملاتړ، دزبرځواکونو د اختلافاتو په چوکاټ کې په هیڅ یړنظامی تړون کې نه ګډون دناپییلو هیوادو له ځانګرو مشخصاتو څخه ګڼل کیږی. داناپییلو هیوادو دغیر منسلکو هیوادو غورځنګ یاد بې ژمنو هیواد غورځنګ په 1961 میلاد یا 132 لمریز هجری کال کې دسړې جګړې په دوران کې هغه مهال چې نړۍ دختیځ او لویدیځ په نوم دکمونیزم او امپریالیزم(سرمایه داری) دوه قطبونو ترمنځ ویښل شوې وه، جوړشو او دغړوهیوادو دمشرانو دغه شپاړسمه غونډه دپنجشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شوې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.