خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دملګروملتوامنیت شورایوغیر دیموکراټیک ، غیرمنطقی او ناکره دی او دیوې ښکاره دیکتاتورۍ دمصرف نیټه اوس تیره شوې

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداڅو شیبې وړاندې په تهران کې دناپیلی غورځنګ دغړوهیوادونودسرمشریزې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې ولولناکې وینا کې روښانه کړه مونږ دلته غونډشوی یو څودپروردګار په مرستې ،حرکت او دهغه بهیر په رڼا کې چې کابوشپږ لسیزې مخکې څو زړه سوانده او مسئولو مشرانوپه موقعیت پیژندنې ،هوښیارۍ اوشجاعت سره رامنیځةکړ،دنړۍ اړین موقیعیت ته دوام ورکړو او نوی رو ح ورپوو کړو دوی پخپلې وینا کې روښانه کړه اسلام مونږ ته رازده کړی چې انسانان په ژبنی اوتوکمیزوتفاوتوسره سره،یو شان فطرت لری چې دوی پاکۍ ،عدالت اوخواخوږۍ ته بولی حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمائیل تجروبې ښودلې ده چې دنووقدرتونو په رامینځةکیدا سره په مخکینیو قدرتونو کې له کمزورۍ سره یوځآی ده .
دقدرت دغه لاس په لاس کیدا ناپیلی غورځنګ ته فرصت ورکوی څو دعادلانه او حقیقی مدیریت دمشارکت زمینه برابره کړی دوی همداراز روښانه کړه دملګروملتوامنیت شورایوغیر دیموکراټیک ، غیرمنطقی او ناکره دی او دیوې ښکاره دیکتاتورۍ دمصرف نیټه اوس تیره شوې د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز وفرمایل دنړۍ دکنټرولو کوټه باید دڅو لویدیځی هیوادونو په دیکتاتورۍ سره اداره نشی ،په آسیا ،افریقا او لاتینی امریکاکې دانسانانو ژوند ډیر ارزان او په امریکا او لودیځ کې ډیر زیات ګران بیه کیږی له دغولارو چاروڅخه په ناسمې استفادې سره غلطه ده چې امریکا توانیدلې خپلې سرزورۍ ظاهرا په ښو مطلبونو سره پردنیا وتپی حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همدااراز وویل اسلامی ایران له ایټمی اوکیمیائی وسلو څخه استفاده اودهغوتظاهریو ه لویه او نه بخښونکی ګناه ګڼی اوله وسلوڅخه دپاکې دپاک مینځنی ختیځ شعار ئې مطرح کړ اومونږ ورته بشپړ پابند یو دوستانوداسلامی انقلاب دمعظم لارښوددوینابشپړمتن په همدا وروستیو کې ستاسو درانه خدمت ته وړاندې کوو له مونږ سره ووسئ په سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو کې دناپیلی غورځنګ په سرمشریزې کې داسلامی انقلاب وینا ته زیات انعکاس ورکړل شو h.
امام خامنه ای دناپیلی غورځنګ دسرمشریزې په پرانیستونکو دستور و کې پخپلې نابغه وینا کې د صهونیسټ رژیم له پراختیا غوښتنو د لودیځ په تیره بیا دامریکا ملاتړونه په مینځنی ختیځ سیمې کې دناکراریودزیاتیدا عامل او دنړیوالې سولې په تاوان وبلل دوی همداراز داسرائیلو دجعلی رژیم په جوړولو کې د لودیځ دسیسې ته په اشارې سره روښانه کړه له دغه رژیم څخه دلویدیځ او امریکا دهراړخیزو ملاتړونو دوام په نهایت کې به دلودیځ په تاوان ختم شی او هغوی ته به نه جبرانیدونکی لګښتونه واړوی داسلامی انقلاب معظم لارښود له امریکا د عمومی افکارو کرکه اونفرت سختیدا دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغه هیواد په سرزوریو او بلاغوښتنو کې جرړه وبلله اوزیاته ئې کړه دفلسطین دشخړې دختمیدا یوازنۍ لاره دمسلمانانو ،فلسطینیو کډوالو ،مسیحیانواو یهودیانو پشمول دنیواکی ټاټوبو دټولو اوسیدونکو په شتون سره دنړیوالو مراجعو تر نظر لاندې دټول پوښتنې ترسره کیدا ده وروستی راپورونه ښی چې په تهران کې دناپیلی غورځنګ دسرمشریزې په پرانیستونکودستورو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای ولولناکه ویناد العالم ،المینار ،العربیه ،الجزیره ټیلیویژنی چینلو پشمول دنړۍ په درستو رسنیو کې پراخ انعکاس درلودلی او دغه وینا ئې په مستقیم ډول خپره کړې اوددغې ولولناکې وینا په باب ئې بیلابیلې شننې او تحلیلونو ته مخه کړې ده دخبروورپسې غورچاڼ دناپیلی غورځنګ غړی په نړۍ کې دسولې او ثبات دټینګیدالپاره مهم رول لوبولی شی زمونږ خبریال راپورراکوی داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په تهران کې دناپیلی غورځنګ دسرمشریزې په پرانیستونکودستورو کې زیاته کړه دناپیلی غورځنګ غړی باید په نوی نړیوال نظام رامینځةکیدا (نیوورلډآرډر) کې نوی رول ولوبوی او ددغه غورځنګ غړی هیوادونه دخپلو پراخو اوزیاتیدونکو امکاناتو اوظرفیتونوسره له ناکراریو ،جنګ جګړو او سلطه ګړۍ دنړۍ دژغورلو لپاره تل پاتیکیدونکی او تاریخی رول ولوبوی . داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز وفرمایل ، دناپیلی غورځنګ دجوړیدا اساس دینی ،توکمیز او یا جغرافیه ای وحدت نه بلکې ضرورت ئې یو دی دوی دغه راز وویل له نیکه مرغه دنړۍ دبدلونونو لرلید دڅو اړخیز نظام ځیری دی چې په هغه کې دقدرت دودیزقطبونه خپل ځای بیلابیلوهیوادونو او دبیلابیلو سیاسی ټولنیزو او اقتصادی سرچینوسره محتلفوکلتورونو اوتمدونونوټولګې ته ورکوی حضرت ایت ا.. العظمی سید علی خامنه ای همداراز وفرمایل دنړۍ د کنټرول کوټه باید دڅو لویدیځی هیوادونوپه دیکتاتورۍ سره اداره نشی بلکې بایدد نړیوال مدیریت په ډګر کې یونړیوال ډیموکراټیک مشارکت رامنیځة او تضمین کړی دوی همداراز ټینګار وکړ ،دملګرو ملتوامنیت شورایو غیر منطقی ،ناعادلانه او بشپړ غیر دیموکراټیک کارندوالی لری او امریکا او دهغې ملګرو له همدغه تیروتو لارو چاروڅخه په ناوړه استفادې سره خپلې سرزورۍ ظاهرا دشریفو اوښومطلبونوکې پرنړۍ وتپل شول داسلامی انقلاب معظم لارښود هم داراز وویل نړیوال امنیت او سوله دنړۍ دورځې ضرورت دی او دغمیزه رامنیځنةکونکی او ډل وژونکو وسلو ختمول یو سملاسی ضرورت او یوه نړیواله غوښتنه ده دوی همداراز زیاته کړه امریکایانو صهونیسټ رژیم په ایتمی وسلو سنبال کړ څو دسیمې پر مظلومو هیوادونو مسلط شی حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایټمی او کیمیائی وسلو څخه استفاده یوه لویه او نه بخښونکی ګناه وبلله اووې ویل اسلامی ایران به له ایټمی انرژۍ داستفادې په حق سترګې پټې نه کړی ،ځکه له دغې انرژۍ څخه سوله ایزه استفاده دنړیوالو قوانینو په اساس دټولو هیوادونو حق دی حضرت ایت ا.. العظمی سید علی خامنه ای وویل هغه چټی بندیزونه چې وړاندیزکونکی ئې فلج کونکی ګڼی ،مونږ ئې پخپل هوډ کې لا پیاوړی کړی او زمونږ ګامونه ئې هم لا مضبوت کړی دی دوی همداراز دفلسطین دموضوع په باب هم روښانه کړه فلسطین له فلسطینیانو سره اړه لری او دصهونیسټ رژیم په سپیرو منګولو سره ئې دنیواک دوام یو لوی ظلم او دنړیوال امنیت اوسولې لپاره ستره خطره ده داسلامی انقلاب ستر لارښود هغه ټوله فلصلې چې لودیځوالو اوله هغو سره اړونده کسانو دفلسطین دموضوع دحل لپاره وړاندیز کړی او تردې دمه پرې روان دی ،غلطې اوناکامه وبللې او ټینګار ئې وکړ ،عادلانه اودیموکراټیک حل لاره ،د فلسطینیانو ،کوچول شویو کډوالو ،مسیحیانو اویهودیانو پشمول دټولو نیواکی سیمو دټولواوسیدونکوپه شتون سر په دغه ټاټوبی کې په دقیقې څارنې سره ددقیقې ټول پوښتنې اجرا ده .
سرچینه: تهران پښتو رادیو
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.