خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بشری: د ملکی وګړو په تلفاتو کې 29 % زیاتوالى راغلې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د جنګ- جګړو او تاوتریخوالی راپورونه ډېرشوی، په هېواد کې د ولسی خلکو په مرګ ژوبله کې 29 په سلو کې ډېر والى راغلى دى.
دغه خبره د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری پرون د تېرې میلادی میاشتې جولاى د امنیتی راپور د وړاندې کولو پر وخت وکړه.
بشری وویل، چې په جولاى میاشت کې270 تنه ولسی خلک په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې وژل شوی، چې ډېرى یې د وسلوالو
مخالفینو له خوا د ماینونو او بمونو قربانیان دی.
همدارنګه بشری زیاته کړه، چې په دغه میاشت کې 673 وسلوال مخالفین وژل شوی دی.
دکورنیوچارو وزارت د معلوماتوله مخې، په تېرې میلادی میاشتې کې 588 ولسی خلک او 291 تنه پولیس ټپیان شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، 263 تنه د وران کارو فعالیتونو او 112 تنه د نشه یی توکو د کارو بار په تور نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکی وایی، چې په تېره میاشت کې تر ټولو ډېر امونیم نایټریټ مواد، چې په چاودنو کې کارول کېږی او په زرګونو کیلو ګرامه نشه یی توکی هم نیول شوی دی.
د رپوټونو له مخې، د هوا د ګرمېدو له کبله د هېواد په یو شمېر سیمو کې، د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه ډېرشوی دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.