خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د بګرام زندان چارې افغان لوری ته وسپارل شوې

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
له امریکایی ځواکونو افغان ځواکونو ته د بګرام زندان مسؤولیتو نه نن د افغانستان د بیرغ په پورته کولو سره وسپارل شول. د بګرام زندان له 2001 کال وروسته په پروان کې جوړ شو، چې د دولت وسلوال مخالفین په کې بندیان دی. د لېږد مراسم نن (د وږی 20مه) له غرمې مخکې د افغان او امریکایی امنیتی چارواکو په حضور کې د افغانستان د بیرغ په پورته کولو سره ترسره شول. د بګرام د زندان قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزی په دغو مراسمو کې وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې درې زره بندیان د بګرام له زندانه افغانانو ته سپارل شوی دی. هغه زیاته کړه، چې افغان او امریکایی ځواکونو په دې موده کې هڅه کړې، څو د زندان د مسؤولیتونو د سپارلو پروسه په سمه توګه ترسره شی. جنرال بارکزی وویل: "موږ ژمنه کوو، چې د بندیانو ټول حقونه د هېواد د نافذه قوانینو او نړیوالو میثافونو مطابق په پام کې ونیسو." دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزی دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د ایساف له عمومی قوماندان جنرال جان آلن او په کابل کې د امریکا له سفیر جیمز کنینګم سره لیدنه کې وویل، چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارل باید د دوشنبې په ورځ (د وږی 20مه) د شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره شی. هغه په ټاکلی وخت کې د بګرام زندان په سپارلو ټینګار کړى او ویلی یې دی، چې د دغه زندان په سپارلو کې ځنډ به د هېواد د ملی حاکمیت تر پښو لاندې کول وی. ولسمشر کرزی دوه ورځې مخکې یو حکم هم منظور کړ، چې له مخې یې، له دې وروسته بهرنی ځواکونه حق نه لری، چې په افغانستان کې زندان ولری. د بګرام له زندان څخه د بندیانو د لېږدولو پروسه د 1390 کال د سلواغې په میاشت کې وروسته له هغه پیل شوه، چې ولسمشر کرزی له هغه یوه میاشت مخکې یوه کمېسیون ته دنده وسپارله، چې تر یوې میاشتې پورې د تېرو هوکړه لیکونو له مخې د بګرام زندان او ټولو هغو زندانونو د لېږدولو پروسه بشپړه کړی، چې د بهرنیانو په لاس کې دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملی دفاع وزارت درې ورځې مخکې دیوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې د بګرام زندان د لېږدولو چارې په وروستی پړاو کې دی او اوسمهال یواځې 34 بندیان په دغه زندان کې پاتې دی. هغه زیاته کړه، چې د بګرام په زندان کې 3082 کسان بندیان وو، چې له دې ډلې 3006 تنه د هېواد زندانونو ته سپارل شوی او پاتې نور له لېږد مخکې خوشی شوی دی. د یادونې ده، چې د خلاصې ټولنې بنسټ (Open Society Foundation) وایی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د بګرام زندان څه باندې درې زره بندیان افغانانو ته سپارل شوی، خو امریکا له افغانستان سره د خپلو توافقاتو پر خلاف په دې موده کې 600 نور افغانان بندیان کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، افغانستان او امریکایان د هغو زندانونو په اړه ، چې د هغوى په لاس کې دی، د نظر اختلاف لری. سرچینې زیاته کړې، چې امریکایی ځواکونه په پام کې لری، چې د بګرام زندان د دوو بلاکونو مسؤولیت په لاس کې ولری او دغه ځواکونه نه غواړی په ټاکلی وخت د بګرام زندان مسؤولیت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپاری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.