خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/12 0:0کد خبر: 1163

په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه زرداری څه ځواب لری؟

په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه زرداری څه ځواب لری؟  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری، چې په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه له زیاتو پوښتنو سره مخامخ دى، پرون یې د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سرکوزی سره د فرانسې په مرکز پاریس کې وکتل، د دوى زیاتې خبرې د ټروریزم په وړاندې پر مبارزې او اټومی همکاریو متمرکزې وې. په عین حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د افغانستان په اړه پرون ځینې څرګندونې کړی دی. اصف علی زرداری د یکشنبې په شپه فرانسې ته په داسې حال کې ورسېد، چې د اسوشیېټډ پرېس په باور، پر حکومت یې له سېلاب ځپلو سره د مرستو په برخه کې زیات انتقادونه شوی. دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوى سېلاب و، چې تر 11 سوه زیات کسان یې مړه کړی او دوه ملیونه نورو خپل کورونه پرېښی دی. د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سرکوزی سره تر خبرو وروسته زرداری په خپله لنډه وینا کې خبریالانو ته وویل: ”فرانسه دا احساسوی، چې پاکستان یو بامسوولیته همکار دى.“ زرداری به نن په لندن کې له بریتانوی چارواکو سره ګوری، هدف به یې د بریتانیا له صدراعظم سره پر ډیپلوماتیکو مسایلو خبرې او د کامرون د هغو څرګندونو په اړه بحث وی، چې ویلی یې وو، د جنوبی اسیا له هېوادونو ټروریزم نورو ځایونو ته خپرېږی. پاکستان چې له افغانستان سره اوږده پوله لری، فکر کیږی د ټروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې ښه همکار هېواد دى. خو بیا هم ګومان کیږی اکثره وسله وال اوس هم په قبایلی سیمو کې فعال دی. بل خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اتلانتا کې د امریکا معلولو سرتېرو ته پرون په وینا کې دې ټکی ته اشاره درلوده، چې د القاعده او نورو سخت دریځو پناه ځایونه د امریکا لپاره د منلو وړ نه دی: ”په پاکستان کې موږ وینو چې دولت په سرحدی سیمو کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د جګړې لپاره اقدامات پیل کړی، القاعده او د دې ډلې مشران ځپل شوی، ځکه په دې سیمه کې او تر دې سیمې هاخوا موږ د القاعده او د دې ډلې د نورو سخت دریځو متحدینو خوندی ځایونه نه شو زغملاى، موږ به یې شنډوو، موږ به یې کمبله ټولوو او موږ به په نهایت کې القاعده ماتوو.“ که څه هم د پاکستان د پوځ له خوا په قبایلی سیمو کې د وسلوالو په وړاندې پوځی اقدامات شوی، بیا هم انتقادونه کېږی چې په دغو سیمو کې طالبان او القاعده پناه ځایونه لری او په وړاندې یې جدی اقدام نه کېږی. له یوې اوونۍ زیاته موده کېږی چې په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه زیات بحثونه کېږی، دغه بحثونه وروسته تر هغه نور هم تاوده شول چې د ویکی لیکس انټرنټی پاڼې له لارې د امریکایی پوځ په اړه په زرګونو پټ اسناد خپاره شول، له دې سره د پاکستان په اړه هم اسناد راوتلی، د دې هېواد په اړه یې پوښتنې پیدا کړی، دغه هېواد چې له طالبانو سره په تاریخی لحاظ اړیکې لری ایا دغه اړیکې به ختمې کړی؟ د فرانسې ولسمشر ښاغلی سرکوزی پاکستان وهڅاوه چې د ټروریزم په وړاندې خپله مبارزه جاری وساتی. فرانسه چې په افغانستان کې د امریکا له سترو متحدینو ګڼل کېږی، غواړی 250 اضافی عسکر افغانستان ته ولېږی، په دې توګه به د فرانسوی عسکرو شمېر څلور زره شی. پرون چې کله د امریکا ولسمشر معلولو امریکایی عسکرو ته وینا کوله د افغانستان مسالې ته یې هم اشاره درلوده. نوموړی وویل، د افغانستان په جګړه کې ټاکل شوی اهداف ډېر څرګند او د ترلاسه کولو وړ دی: ”موږ به په افغانستان کې له سختو چلنجونو سره مخامخ شو، خو دا مهمه ده چې امریکایان پوه شی موږ به پرمختګ ولرو، موږ پر هغو اهدافو تمرکز کړى چې څرګند او د ترلاسه کولو وړ دی.“ همدا پرون چې اوباما د افغانستان د پوځی ماموریت په اړه څرګندونې درلودې، د بریتانیا د دفاع وزارت خبر ورکړ، چې دوه عسکر یې په هلمند کې وژل شوی. په دې توګه په افغانستان کې د ټولو وژل شویو بریتانوی سرتېرو شمېر 327 ته زیات شو، چې تر امریکایی عسکرو وروسته د بریتانوی سرتېرو تلفات زیات دی. پرون په کندهار کې هم یوه ځان وژونکی برید څلور ملکیان ووژل.
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.