خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د جمهور رئیس حامد کرزی په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه جوړه شوه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال، د ملی شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو او د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د دفاعی چارو او بین المللی اړیکو د کمیسیونونو مشرانو حضور درلود، د افغانستان او سیمې د مهمو امنیتی او سیاسی مسایلو او د هېواد په سرحدی سیمو کې د احتمالی ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د امنیتی تصمیمونو د نیولو په برخه کې د لا همغږۍ په موخه، له دې وروسته چې تر څو ایجابوی، د ملی شورا د دواړو مجلسونو رئیسان دې د ملی امنیت شورا په غونډو کې ګډون وکړی.
وروسته د ملی دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدی د ملی اردو د ځواکونو د ځای په ځای کولو په اړه د ملی امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکړل او په لویو لارو او سرحدی سیمو کې یې د ملی اردو د ځای په ځای کولو د بهیر په اړه د بیا کتنې لپاره د هغه وزارت تصمیم بیان کړ.
دغه راز د ملی امنیت شورا په غونډه کې د پکتیا په ګیان ولسوالۍ او د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ملی اردو د ځواکونو ځای په ځای کول وارزول شول او په دې برخه کې لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.