د ریاستالوزراء د اداری مرستیال په مشرۍ یوه غونډه کې د ابادۍ د جوازونو صادرولو بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او استوګنیزو کورونو جوړولو برخه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوې دی.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلی چې د ریاستالوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو او بهرنیو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومی ریاست، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومی ریاست د استازو په ګډون د کورونو جوړولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.
هغه لیکلی چې په دې غونډه کې د ابادۍ جوازونو صادرولو بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پر لارو چارو او په پلانی او غیرپلانی سیمو کې د استوګنیزو کورونو جوړولو لپاره د غوره زمینې برابرولو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو خبرې وشوې.
فطرت زیاته کړې، ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېوادوالو، په ځانګړی ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید عملی او اغېزناک ګامونه واخیستل شی، څو دوی وکولای شی په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړی.
د ده په خبره، همداراز د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالی او د کاری پروسو د چټکتیا په اړه هم خبرې وشوې او مسوولینو څرګنده کړه چې د کورونو جوړولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول د ښارونو یوه اساسی اړتیا ده او ورته جدی پاملرنه کولای شی د هیوادوالو د ژوند په ښهوالی کې مهم رول ترسره کړی.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند لیکلی چې د نیول شوو تصمیمونو پر جدی تعقیب او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار وشو، څو خلکو ته د کورونو جوړولو او کارموندنې بهیر په اغېزناک او اسانه ډول برابر شی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.