خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/01/31 12:9کد خبر: 118652

د امریکا لوییزیانا کې د ډزو پېښه؛ اته ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان دی

د امریکا لوییزیانا کې د ډزو پېښه؛ اته ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان دی - خبرگزاری افغان ایرکا

پولیسو د بریدګر هویت «شمار الکینز» ښودلی او ویلی یې دی چې هغه له برید وروسته یو موټر په زور له چا اخیستی او تښتېدلی، خو د امنیتی ځواکونو له لوری د تعقیب پر مهال وویشتل شو او ووژل شو.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د راپورونو له مخې، د امریکا په لوییزیانا ایالت کې د ډزو په یوه پېښه کې اته ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه د یکشنبې په سهار په شریوپورټ ښار کې شوې ده.

پولیسو ویلی چې یوه وسله‌وال کس اووه خپل ماشومان او یو بل ماشوم په ډزو وژلی دی.

د شریوپورټ د پولیسو ویاند ویلی چې دغه ډزې په دوو جلا کورونو کې شوې دی او د قربانیانو عمرونه له شاوخوا یو تر 12 کلونو پورې وو. د هغه په خبره، له ټپیانو یوه ښځه د ماشومانو مور ده.

پولیسو د بریدګر هویت «شمار الکینز» ښودلی او ویلی یې دی چې هغه له برید وروسته یو موټر په زور له چا اخیستی او تښتېدلی، خو د امنیتی ځواکونو له لوری د تعقیب پر مهال وویشتل شو او ووژل شو.

چارواکو ویلی چې د دغه برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه، خو ټینګار یې کړی چې دا پېښه د کورنی تاوتریخوالی له امله شوې ده.

د شمېرو له مخې، د روان میلادی کال په ترڅ کې په امریکا کې له 100 زیاتې د ډزو پېښې ثبت شوې دی چې لسګونه کسان پکې وژل شوی او سلګونه نور ټپیان شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # امریکا
  • # اډزو
  • # ماشومان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.