خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حامدکرزی: د سیمې د دولتونو د ګډې صادقانه مبارزې پرته، د تروریزم د له منځه

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزی په ګډون د سیمه ایزې اقتصادی همکارۍ یا ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو دولسمه غونډه نن د آذربایجان په پلاز مېنه باکو کې جوړه شوه.
د افغانستان جمهورئیس حامدکرزی په دغه غونډه کې په خپله وینا کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له خلکوسره د افغانستان د خلکو تاریخی اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان په تاریخی، جغرافیایی او فرهنګی لحاظ د منځنۍ آسیا او د آسیا د جنوب د دوه حوزو نه جلاکیدونکی غړی هېواد دی. موږ د ایکو د غړو هېوادونو له خلکو سره ژور فرهنګی او تاریخی پیوندونه لرو.
ده وویل: زه په دې باوریم چې د ایکو د غړو هېوادونو په حوزه کې ډیر مساعد امکانات او فرصتونه شته چې که موږ له هغو څخه سالمه استفاده وکړو، کولای شو په ډیرو ستونزو لاس بری شو.
حامد کرزی په سیمه کې د تروریزم ګواښونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: زما په باور، د ایکو سازمان غړی هېوادونه له ګډو جدی ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دی، د دغو ټولو ننګونو په سرکې تروریزم قرارلری. په ملالې یوسفزۍ باندې د تروریستی برید غم لړلې پیښه د زرګونو پیښو یوه بیلګه ده چې دا ښکاره کوی چې هیڅ څوک نه شی کولای د تروریزم له شر څخه په امان کې پاتې شی.
جمهوررئیس وویل: تروریزم حتی زموږ په ماشومانو باندې چې غواړی زده کړه وکړی هم رحم نه کوی، د تروریستانو د جنایتونو دغه المناکه پیښه باید موږ ټولو ته یو جدی اخطار وی.
حامدکرزی وویل: موږ باید په صادقانه ډول دا ومنو چې تروریزم زموږ په سیمه کې د داسې پټن ځایونو او تسهیلاتو لرونکی دی چې د سیمې د دولتونو د ګډې صادقانه مبارزې پرته د هغه د له منځه وړلو په لاره کې بریالیتوب نا شونی دی.
ده وویل په افغانستان کې پر فعالو تروریستی ډلو سربیره د القاعدې، د ازبکستان اسلامی جنبش، د پاکستان د طالبانو تحریک (تی تی پی)، د شرقی ترکستان جنبش او د چیچن د تروریستانو په څېر نړیوال تروریستی سازمانونه له څو کلونو راهیسې زموږ په سیمه کې شتون لری، روزل کیږی او په ورانونکو فعالیتونو لاس پورې کوی.
حامدکرزی زیاته کړه: افغانستان نه یوازې د خپل ځان د امنیت د ټینګښت په لاره کې بې شمېره قربانۍ ورکړی دی او ورکوی یې ،بلکې زموږ امنیتی ځواکونه هره ورځ له هغو تروریستانو سره چې په دې هڅه کې دی زموږ له خاورې څخه د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو او حتی روسیې او چین ته تېر شی، مخامخ دی.
حامدکرزی څرګنده کړه چې افغانستان په خپل ټول توان سره هڅه کوی چې ګاونډیو هېوادونو ته د دغو تروریستی ډلو له رخنې څخه مخه ونیسی. زموږګاونډیان باید د افغانستان د خلکو بې شمېره قربانیو، په ځانګړی ډول د منځنۍ آسیا له افراطیونو سره د مبارزې له امله قدردانی وکړی.
د هېواد جمهوررئیس په دې باندې ټینګار وکړ چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو څخه د دې انتظار لری چې زموږ خاورې ته د تروریستانو له راتګ څخه مخه ونیسی او په ټولو امکاناتو سره په خپله خاوره کې د هغوی د روزنې او سمبالتیا مخنیوی وکړی.
حامدکرزی همدا راز هیله وکړه چې زموږ پولې د سولې او همکارۍ پولې وی او افغانستان په عملی ډول د مرکزی او جنوبی آسیا، چین او منځنی ختیځ ترمنځ د وصل په یوې نقطې بدل شی.
د یادولو وړ ده چې د سیمه ایزې اقتصادی همکارۍ یا ایکو سازمان د لومړی ځل لپاره د ایران، پاکستان او د ترکیې هېوادونو په هڅو په نولس سوه پنځه اتیایم کال کې د دغو دریو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی چارو د همغږی کولو او ښه کولو په موخه جوړ شو.
افغانستان او د منځنۍ آسیا شپږو هېوادونو په نولس سوه دوه نویم زیږدیز کال کې د ایکو غړیتوب ترلاسه کړ.
دا مهال لس هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لری چې هدف یې د ایکو د غړو هېوادونو اقتصادی پیاوړتیا، د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو لرې کول او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړی کول دی.
- منبع: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.