خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان د آسیایی همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
افغانستان د آسیایی همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.
د آسیایی همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې د غړو هېوادونو لومړنۍ غونډې چې نن یې د کویټ په شاهی هېواد کې په کار پیل وکړ، افغانستان ته یې په دغه ټولنه کې د غړیتوب له امله مبارکی او ښه راغلاست ووایه.
حامدکرزی په دغه غونډه کې دکویټ له امیر او د دغې ټولنې له ټولو غړو څخه مننه وکړه چې د آسیایی همکارۍ لپاره د ډیالوګ په ټولنه کې یې د افغانستان له غړیتوب څخه ملاتړ وکړ.
د هېواد جمهوررئیس په دغه کنفرانس کې وویل: افغانستان باورلری چې په 2002 میلادی کال کې د ټایلند د شاهی دولت په نوښت د آسیا په قاره کې د همکارۍ تر عنوان لاندې د دغې ټولنې جوړیدل د آسیا د توان د ټینګښت او بسیج کولو او په یوې یو موټې او غوړیدلې کورنۍ باندې د دغې سترې قارې د بدلولو په لاره کې یو مهم او لوړ ګام و چې پورته شو.
حامدکرزی د لږ مخ په وده آسیایی هېوادونو سره د مرستې لپاره د دغې ټولنې په چوکاټ کې د دوه میلیارد ډالری وجهی صندوق د جوړیدو لپاره د کویټ د امیر والا حضرت شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د وړاندیز هرکلی وکړ او له دغه صندوق سره یې د والا حضرت شیخ صباح لخوا د300 میلیونو ډالرو د مرستې د اعلانولو قدردانی وکړه.
د هېواد جمهوررئیس هیله وکړه چې د دغې ټولنې نور غړی هېوادونه هم د آسیا د قارې د سوکالۍ او سلامتۍ لپاره له دغه صندوق سره مرسته وکړی.
ده، وویل: افغانستان د دغې ټولنې اساسی اصولو لکه مثبت فکر، داوطلبانه خدمت، صراحت او تنوع منلو ته، احترام کوی.
حامدکرزی وویل: زه په دې باور یم چې د آسیایی همکارۍ لپاره د ډیالوګ ټولنه د سولې، امنیت او زموږ د هېوادونو د پراختیا پر وړاندې د موجودو ننګونو په اړه د صادقانه او ګټور ډیالوګ او بحث لپاره یو بې ساری فرصت برابروی. د همدغې ټولنې له لارې کولای شو د آسیا په قاره کې د فرهنګونو او تمدنونو ترمنځ د ګډ سوله ایز ژوند ریښې پیاوړې کړو.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زه بشپړ باور لرم چې په دغه مهم آسیایی جوړښت کې د افغانستان غړیتوب کولای شی د سیمې د سوکالۍ او غوړیدو په موخه د سیمه ایزو همکاریو د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت برابر کړی.
په دغه غونډه کې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د آسیایی همکارۍ د ډیالوګ په ټولنه کې د افغانستان د غړیتوب له امله حامدکرزی ته مبارکی وویله او په دغه ټولنه کې یې د افغانستان غړیتوب ګټور وباله.
د یادولو وړ ده چې د آسیا د همکارۍ لپاره د ډیالوګ په ټولنه کې 32 آسیایی هېوادونه غړیتوب لری چې افغانستان یې نن غړیتوب ترلاسه کړ.
د دغې ټولنې مهمې موخې په آسیایی هېوادونو کې د اقتصادی او فرهنګی همکارۍ پراختېا ، د خلکو په ژوند کې د ښه والی رامنځته کول، د لوږې ، تروریزم او طبعی پیښو پر وړاندې مبارزه، دکرنې، توریزم، ترانسپورت، ټکنالوژۍ او د بشری منابعو وده ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.