خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 9:55کد خبر: 119702

ملګری ملتونه: 2030 کال کې به په نړۍ کې له 600 میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وی

ملګری ملتونه: 2030 کال کې به په نړۍ کې له 600 میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وی - خبرگزاری افغان ایرکا

ملګری ملتونه وایی، نړۍ د لوږې د له منځه وړو لپاره له هڅو سره سره تر 2030 کال پورې د «صفر لوږې» هدف ته لا هم نه ده رسېدلې او که اوسنی بهیر همدغسې دوام وکړی، په دغه کال کې به له 600 میلیونه ډېر خلک له لوږې سره مخ وی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د ملګرو ملتونو د هغو معلوماتو له مخې چې پرون (یکشنبه) خپاره شوی، په 2024 کال کې د نړۍ شاوخوا 8،2 سلنه نفوس چې نږدې 673 میلیونه کسان کېږی، له لوږې سره مخ وو.

د راپور له مخې، دغه شمېر په 2023 کال کې له 8،5 سلنې او په 2022 کال کې له 8،7 سلنې څخه کم شوی؛ خو لا هم د 2015 کال له کچې لوړ دی.

خو په راپور کې د 2015 کال شمېرې نه دی ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو ویلی چې په 2024 کال کې شاوخوا 2،3 میلیارده خلک په نړۍ کې د خوړو له منځنۍ یا شدیدې ناامنۍ سره مخ وو؛ یعنې د کال په یوه برخه کې یې په منظم ډول کافی خوړو ته لاسرسی نه درلود.

دغه سازمان زیاته کړې چې د کوویډ-19 وبا، جګړې، اقلیمی بدلونونه او د نابرابرۍ زیاتوالی هغه عوامل دی چې د لوږې او خوړو د ناامنۍ وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې تر 2030 کال پورې د «صفر لوږې» هدف ته د رسېدو لپاره پر کرنه پانګونه، د خوړو د نظامونو پیاوړتیا، ټولنیز ملاتړ او خلکو ته د کافی او مغذی خوړو دوامدار لاسرسی برابرول اړین دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.