خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 9:57کد خبر: 119704

عراقچی: د ایران بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې صادرولو کې څه ستونزه نه لری

عراقچی: د ایران بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې صادرولو کې څه ستونزه نه لری - خبرگزاری افغان ایرکا

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایی چې دغه وزارت افغانانو ته د ویزې په صادرولو کې کومه ستونزه نه لری او چمتو دی چې د واقعی غوښتونکو لپاره د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی پرون (شنبه) د خراسان رضوی ولایت له چارواکو سره په ناسته کې ویلی: «د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اتباعو ته د ویزې صادرولو برخه کې خنډ نه لری او چمتو دی چې د واقعی غوښتونکو، په ځانګړی ډول ناروغانو لپاره د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړی.»

هغه زیاته کړې: «د ناروغانو لپاره باید ځانګړی سیسټمونه او روښانه بهیرونه جوړ شی، څو پر شرایطو برابر کسان وکولای شی په لا ډېرې اسانۍ هېواد ته داخل شی او د بهرنیو چارو وزارت هم چمتو دی چې په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړی.»

عراقچی ویلی چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ډېرې ستونزې، په ځانګړی ډول په سرحدی سیمو کې، د مرکزونو په پرتله د ولایتونو په کچه په لا اسانۍ او چټکۍ حل کېدای شی.

هغه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان له هېوادونو سره په تعامل کې د خراسان رضوی ولایت ظرفیتونو ته په اشاره ویلی چې دغه ولایت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو او تګ راتګ د پراختیا لپاره لازم صلاحیتونه لری.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ایران
  • # عراقچی
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.