د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړی وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادی همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دی.
ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوی د ازبکستان له چمتووالی هرکلی وکړ او د اقتصادی همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بلخ والی محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.