خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/27 9:26کد خبر: 119726

خوست کې د بدر په نوم د 50 بستریز روغتون پرانیسته؛ حقانی: د روغتیایی خدمتونو کیفیت دې لوړ شی

خوست کې د بدر په نوم د 50 بستریز روغتون پرانیسته؛ حقانی: د روغتیایی خدمتونو کیفیت دې لوړ شی - خبرگزاری افغان ایرکا

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی په خوست کې د یوه ترکی سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایی ډالرو په لګښت جوړ شوی روغتون د پرانیستې مراسمو کې له روغتیایی بنسټونو وغوښتل چې د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ کړی او په دې برخه کې د خلکو باور ترلاسه کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د بدر په نوم د دغه 50 بستریز روغتون مشر قاری ظاهر وقاص وویل، دغه روغتیایی مرکز د خوست ښار لوېدیځ ته د حلقوی سړک پر غاړه د یوه ترکی سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایی ډالرو په پانګونه جوړ شوی چې په اوو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته په پنځوس سلنه تخفیف روغتیایی خدمتونه وړاندې کوی.

بلخوا، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقانی د یاد روغتون د پرانیستې مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل، یو شمېر افغانان له دې امله چې پر کورنیو روغتیایی مرکزونو باور نه لری، ان د عادی ناروغیو درملنې لپاره هم بهرنیو هېوادونو ته ځی.

هغه زیاته کړه: «زموږ ملت له روانی ستونزو سره مخ دی؛ نو ډاکټران دې هڅه وکړی چې د خپلو روغتیایی پروګرامونو په اړه د ملت باور ترلاسه کړی؛ ځکه بهر ته د ناروغانو د تګ پروسه میاشتې وخت نیسی او که د تګ زمینه هم برابره شی، ډېر کسان د درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه لری.»

نوموړی له ډاکټرانو او روغتیایی مسوولینو وغوښتل چې د روغتیایی خدمتونو د کیفیت لوړولو او د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړی او روغتیایی مرکزونه پر ځان بسیا کړی.

د کورنیو چارو د وزیر په خبره، افغانستان له اوږدې مودې ستونزو، بې‌وزلۍ او نورو ننګونو وروسته د بیارغونې پر لوری روان دی او افغانان باید د روغتیا، اقتصاد، صنعت او نورو برخو د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړی.

هغه دغه‌راز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې بشری او خیریه مرستې له سیاسی مسایلو سره ونه تړی او د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې زیاتې کړی.

حقانی وویل: «له نړۍوالو زموږ غوښتنه دا ده چې د بشری او خیریه چارو برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړی؛ په ځانګړی ډول د روغتیا او پوهنې برخو ته دې پاملرنه زیاته کړی او له دې برخو سره دې د خیر او مرستې په نظر چلند وشی.»

هغه زیاته کړه چې افغانان له نړۍ سره د دښمنۍ پر ځای د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړی او نړۍوال دې هغه امکانات چې پخوا یې پر جګړو لګول، اوس د افغانستان د بیارغونې او بشری چارو لپاره ولګوی.

د نوموړی په خبره: «موږ له نړۍوالو غواړو چې له موږ سره رقابتونه او عداوتونه ونه کړی؛ زموږ له نړۍ سره دښمنی نشته؛ پرون چې دلته په جګړه کې میلیاردونه پیسې مصرفېدې، نن دې د خیر په نیت ولګول شی. موږ له نړۍوالو څخه همدا غوښتنه لرو.»

حقانی زیاته کړه چې افغانستان اوس د بیارغونې، اخوت او ګډو ګټو پر مسیر روان دی او له نړۍوالو سره د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # حقانی
  • # خوست
  • # د 50 بستریز روغتون
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.