د ایران دولتی خبری اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی د دوشنبې په ورځ په یوه خبری کنفرانس کې ویلی، د ایران او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې دی.
هغه ویلی، دوه ګاونډی هېوادونه د پراخو کلتوری او تاریخی اړیکو له امله باید د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسی او له شته اقتصادی او سوداګریزو فرصتونو څخه لا ښه استفاده وکړی، څو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شی.
بقایی ویلی: «د رسمیت پېژندنې له موضوع پرته، له افغانستان سره مو په بېلابېلو برخو کې اړیکې دوام کړې او دوام به ورکړو. رسمیت پېژندنه یوه حقوقی ـ سیاسی موضوع ده. کله چې دې موضوع ته یوې پایلې ته ورسېږو، په دې اړه به لازم تصمیم ونیسو.»
هغه زیاته کړې چې د رسمیت پېژندنې موضوع باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ساتلو یا پیاوړتیا مخه ونه نیسی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.