د ایران ولسمشر له افغانستان سره د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
مسعود پزشکیان د دغه هېواد اجراییوی ادارو ته لارښوونه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې شته خنډونه لرې کړی.
هغه د ایران د کابینې په غونډه کې له افغانستان سره د اقتصادی اړیکو ارزښت ته په اشارې، د سرحدی راکړې ورکړې پر اسانتیا ټینګار کړی او ویلی یې دی چې د تهران او کابل اقتصادی همکارۍ باید پر اوسنۍ کچه پاتې نه شی، بلکې لا پراخې شی.
په دې غونډه کې افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د سفر په اړه هم راپور وړاندې شوی دی.
د راپور پر بنسټ، افغان لوری د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او له ایران سره یې د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
بل خوا، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټورونو ترمنځ د پانګونې د ګډ صندوق پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
قدیر قیافه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې د زیاتوالی لپاره د ملاتړو قوانینو او میکانیزمونو رامنځته کول مهم بللی دی.
هغه ویلی: «موږ نن د زیربناوو په برخه کې په افغانستان کې نوی حضور لرلی شو. له زیربناوو پرته په دغه هېواد کې د کانونو پراختیا او پروسس ناشونی دی. دا ټول باید رامنځته شی، څو وکولای شو په راتلونکو درېیو تر پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه لږ تر لږه شپږ میلیارده ډالرو ته ورسوو.»
د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوی رییس وسیم صافی له ایران سره د اړیکو په اړه وایی: «زموږ وړاندیز دا دی چې ایران په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه له هېواده بهر کرکیله او د افغانستان له محصولاتو د دغه هېواد د اړتیا وړ خامو موادو په برابرولو کې له موږ سره همکاری وکړی. همداراز غواړو چې ایران د اصلاح شویو تخمونو او تخنیکی پوهې د لېږد په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.»
دا ټینګارونه داسې مهال کېږی چې پر ایران د امریکا اقتصادی فشارونه هم زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه څه د پیل خبر ورکړی چې «د ایران پر وړاندې تر ټولو درانه اقتصادی عملیات» یې بللی او د ایران سمندری کلابندی یې سخته کړې ده.
ټرمپ د دغه دریځ پر بنسټ له تهران سره اقتصادی همکار هېوادونه هم له اقتصادی پایلو سره ګواښلی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.