خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/31 7:55کد خبر: 119774

د شیعه بنسټونو پر وړاندې د طالبانو د فشار پراختیا؛ د خاتم النبیین پوهنتون هم د دې ډلې تر کنټرول لاندې راغی

د شیعه بنسټونو پر وړاندې د طالبانو د فشار پراختیا؛ د خاتم النبیین پوهنتون هم د دې ډلې تر کنټرول لاندې راغی - خبرگزاری افغان ایرکا

له کابل څخه سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو د تمدن ټلوېزیون د خپرونو له درولو او د خاتم النبیین د علمی حوزې له فعالیتونو وروسته، په کابل کې د خاتم النبیین پوهنتون کنټرول هم ترلاسه کړی او د دغه پوهنتون مسوولین او لوړپوړی مدیران یې له دندو ګوښه کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دغه پوهنتون د جواد محسنی او عبدالقیوم سجاد، چې د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی دی، اړوند دی او د افغانستان د شیعه ټولنې له اړوندو ښوونیزو مرکزونو څخه ګڼل کېږی.

په کابل کې د باخبره سرچینو په وینا، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د کابل د طبی پوهنتون پخوانی سرپرست، مفتی اسدالله نجات، د دغه پوهنتون د نوی رئیس په توګه ټاکلی دی.

سرچینو ویلی چې د دغه پوهنتون ځمکه د غصب شویو ځمکو په ډله کې نه وه شامله، خو طالبانو له کومې موجهې او څرګندې دلایلو پرته دغه اقدام کړی دی.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر ادعا کړې وه چې خاتم‌النبیین پوهنتون او تمدن ټلوېزیون د افغانستان د لغوه شوی حرکت اسلامی ګوند اړوند دی؛ هغه ادعا چې په هماغه وخت کې د پوهنتون او تمدن ټلوېزیون د مسوولینو له خوا د اسنادو په وړاندې کولو سره رد شوې وه.

سرچینې همداراز ویلی چې د طالبانو د عدلیې وزیر څه موده وړاندې په کندهار کې د دې ډلې مشر ته په یوه لیک کې ویلی وو چې تمدن ټلوېزیون د افغانستان د شیعه ټولنې اړوند دی او د سنی کارکوونکو او مدیرانو له حضور پرته فعالیت کوی.

د سرچینو په وینا، د عدلیې وزیر له دې اقدام او کندهار ته د نوموړی له لیک استولو وروسته، د دغه رسنۍ د خپرونو د بندولو بهیر تعقیب شوی دی.

طالبانو د دغه پوهنتون لپاره د خپلې ډلې یو شمېر جنګیالی هم استخدام کړی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو له څه مودې راهیسې د دغه پوهنتون یو شمېر کارکوونکی او محصلین اړ کړی وو چې یوه تعهدپاڼه لاسلیک کړی. په دې تعهدپاڼه کې له محصلینو او د پوهنتون له مدیرانو غوښتل شوی وو چې ځانونه د حنفی مذهب پیروان معرفی کړی او ژمنه وکړی چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی قوانین او مقررات به رعایتوی.

سرچینې زیاتوی چې د دغې تعهدپاڼې لاسلیکول د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو لپاره اجباری وو.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # د شیعه بنسټونو فشار
  • # طالبان
  • # افغانستان
  • # خاتم النبیین پوهنتون
  • # د لوړو زده کړو وزارت
  • # شیعه ګان
  • # تمدن ټلوېزیون
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.