خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/07 11:10کد خبر: 119880

په کابل کې د حضرت محمد (ص) د میلاد په مراسمو کې؛ شیعه ګانو د خپلو غوښتنو پر وړاندې د طالبانو د بې پامۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

په کابل کې د حضرت محمد (ص) د میلاد په مراسمو کې؛ شیعه ګانو د خپلو غوښتنو پر وړاندې د طالبانو د بې پامۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

واک ته د طالبانو له بیا راتګ پنځه کاله وروسته، د افغانستان شیعه ګانو د حضرت محمد (ص) د میلاد په مناسبت په یوه غونډه کې یو ځل بیا د خپلو غوښتنو پر وړاندې د بې پامۍ په اړه خبرې وکړې او د حکومت په جوړښت کې یې د ګډون، او د دې ټولنې د مذهبی او ټولنیزو حقونو د رعایت غوښتنه وکړه.

زمان تقریبی مطالعه: 6 دقیقه

د افغانستان یو شمېر دینی عالمان، متنفذین او د شیعه ټولنې مشران نن جمعه، د سنبلې په 6مه، د میلادالنبی (ص) په مناسبت په کابل کې د الزهرا جومات کې راټول شول او له طالبانو یې وغوښتل چې د شیعه ټولنې غوښتنو او مطالباتو ته پاملرنه وکړی.

سرچینې وایی، د طالبانو یو شمېر چارواکی، په ګډون د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا حسن آخوند، عبدالسلام حنفی او د سرحدونو او قبایلو وزیر، دې غونډې ته بلل شوی وو؛ خو د طالبانو د چارو ادارې رئیس نورالحق انور په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

د شیعه‌ګانو غوښتنې؛ له احوال شخصیې تر حکومت په جوړښت کې د ګډون پورې

سیدحسین عالمی بلخی، د افغانستان د شیعه علماوو د شورا غړی، په دې غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د شیعه‌ګانو غوښتنو او مطالباتو ته پاملرنه وکړی او د دې غوښتنو پر وړاندې یې د طالبانو بې‌پامی وغندله.

عالمی بلخی د افغانستان د شیعه علماوو شورا هغې اعلامیې ته په اشاره، چې تر دې وړاندې د طالبانو مشر ته په کندهار کې استول شوې وه، وویل چې تر اوسه دغو غوښتنو ته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

هغه د افغانستان د شیعه ټولنې د غوښتنو پر دوامداره تعقیب ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د شیعه‌ګانو احوال شخصیه په رسمیت وپېژنی او رعایت یې کړی، او د دې ټولنې غوښتنو ته جدی پاملرنه وکړی.

بلخی همداراز د طالبانو په حکومت کې د شیعه‌ګانو د ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د شیعه‌ګانو د ستونزو او غوښتنو د څېړلو لپاره باید یوه ځانګړې کمېټه جوړه شی، څو د دې ټولنې غوښتنې په مستقیم ډول له حکومت سره شریکې او د هغو د څېړنې بهیر تعقیب کړی.

هغه ټینګار وکړ چې د شیعه ټولنې غوښتنې باید یوازې د ژمنو او خبرو تر کچې محدودې پاتې نه شی او طالبان باید د دغو غوښتنو د پوره کولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی.

بل لور ته، د طالبانو د چارو ادارې رئیس نورالحق انور په دې مراسمو کې وینا وکړه او د شیعه علماوو د مطرح شویو غوښتنو په غبرګون کې یې وویل چې د هغوی له خبرو او دریځونو څخه «د جمهوریت بوی راځی».

هغه ادعا وکړه چې په تېرو 300 کلونو کې په افغانستان کې هېڅ ټول‌شموله حکومت نه دی موجود شوی او حتی ګاونډیو هېوادونو هم نه دی توانېدلی چې داسې حکومت جوړ کړی. انور د طالبانو اوسنی حکومت «ټول‌شموله او اسلامی» وباله او ویې ویل چې دغه اداره په افغانستان کې د امریکا او ناټو له ماتې وروسته رامنځته شوې ده.

د طالبانو د چارو ادارې رئیس د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د هغو ځمکو او ښارګوټو په اړه، چې د طالبانو له لوری غصبی اعلان شوی، وویل چې څو ورځې وړاندې یې په دې اړه د طالبانو د عدلیې له وزیر عبدالحکیم شرعی سره غونډه کړې وه. د نوموړی په وینا، د عدلیې وزیر په دې غونډه کې ویلی چې «قانون د ټولو لپاره دی او شیعه او سنی نه لری» او که د حاجی نبی ښارګوټی یا په افغانستان کې کوم بل ښارګوټی دولتی اعلان شی، حکومت به یې په واک کې واخلی.

انور په دوام کې په افغانستان کې د هغه څه په اړه چې ده «نسبی امنیت» وباله، خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ځینې کسان هڅه کوی د وسله‌والو جبهاتو په جوړولو سره د هېواد امنیت ګډوډ کړی.

د طالبانو «ټول‌شموله حکومت»؛ په تېرو پنځو کلونو کې د شیعه‌ګانو ونډه څومره وه؟

په داسې حال کې چې د طالبانو د چارو ادارې رئیس یو ځل بیا د دې ډلې حکومت «ټول‌شموله» بللی، په وروستیو کلونو کې د یو شمېر شیعه علماوو مطرح شویو نیوکو د دې ټولنې د وضعیت په اړه یو بل انځور وړاندې کړی دی.

آیت‌الله واعظ‌زاده بهسودی، د افغانستان له پېژندل شویو شیعه علماوو څخه، په وروستیو میاشتو کې پر جعفری مذهب د پیروانو پر وړاندې د زیاتېدونکی فشار په اړه نیوکه کړې او ویلی یې دی چې پر شیعه‌ګانو، په ځانګړې توګه پر محصلینو او د دې مذهب پر علماوو، محدودیتونه زیات شوی دی. هغه همداراز له طالبانو سره د لیدنې لپاره د شیعه علماوو د غوښتنو د بې‌ځوابه پاتې کېدو په اړه نیوکه کړې او ویلی یې دی: «د اسلامی امارت غوږونه کاڼه دی.»

تر دې وړاندې هم سید محسن حجت د طالبانو له لوری د محرم پر مراسمو د محدودیتونو پر مهال، د شیعه‌ګانو د مذهبی مراسمو پر ترسره کولو د محدودیتونو او له ماتم کوونکو سره د چلند په اړه نیوکه کړې وه او د دې ټولنې د مذهبی مراسمو د درناوی غوښتنه یې کړې وه.

خو د دغو نیوکو سربېره، طالبان نه یوازې د شیعه‌ګانو غوښتنو او مطالباتو ته پاملرنه نه ده کړې، بلکې د شیعه‌ګانو د مذهبی مراسمو پر ترسره کولو یې فشارونه او محدودیتونه هم زیات کړی دی.

د طالبانو د حکومت په جوړښت کې هم د شیعه‌ګانو او هزاره‌ګانو حضور په تصمیم‌نیونکو کچو کې محدود دی. اوس مهال عبداللطیف نظری، د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال، او مدار علی کریمی بامیانی د وزارتونو په کچه له هغو لږو هزاره څېرو څخه دی چې د مرستیالانو په کچه دندې لری.

خو دا کسان په لازمی ډول د شیعه‌ګانو او هزاره‌ګانو استازیتوب نه کوی؛ ځکه د طالبانو په حکومت کې د هغوی حضور د دې ټولنې رسمی استازیتوب نه ګڼل کېږی او په ډېرو مواردو کې د مطرح شویو غوښتنو په اړه د هغوی دریځ هم د دې ټولنې د استازولۍ په توګه نه دی تعبیر شوی.

سره له دې، لیدل کېږی چې له پنځو کلونو وروسته د طالبانو په حکومت کې د شیعه‌ګانو ونډه لا هم ډېره محدوده ده او دې ډلې نه دی منلی چې د شیعه ټولنې واقعی استازی د حکومت په مهمو تصمیم‌نیونکو کچو کې شریک کړی.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په وروستیو اوونیو کې پر هزاره او شیعه ټولنې فشارونه هم زیات شوی دی. یو شمېر هزاره او شیعه علماوو او متنفذینو په یوه اعلامیه کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعی په «سیستماتیک تبعیض» او د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د «جبری کوچ» په هڅه تورن کړی دی.

دوی په دې اعلامیه کې د افشار دارالامان د هدیرې پر تړل کېدو، د سناتوریم د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو پر نیول کېدو، د دې سیمې د جومات پر ویجاړولو، د امید سبز ښارګوټی د تخلیې پر امر، د تمدن ټلویزیون د خپرونو پر درولو، د خاتم‌النبیین جومات او مدرسې پر تړل کېدو او د شیعه‌ګانو د یو شمېر مذهبی او فرهنګی مرکزونو پر فعالیت د محدودیتونو په اړه اعتراض کړی دی.

د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته، د طالبانو د عدلیې وزیر د هزاره او شیعه مشرانو د لیدنې لپاره خپل دفتر ته وغوښتل؛ خو هغوی له دې غونډې سره له ګډون کولو ډډه وکړه او ویې ویل چې یوازې هغه مهال به خبرو ته حاضر شی چې د طالبانو لوړپوړی چارواکی یې د لیدنې غوښتنه وکړی.

د کابل نننۍ غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې شیعه علماوو یو ځل بیا د طالبانو د یوه چارواکی په حضور کې د دې ټولنې غوښتنې مطرح کړې؛ هغه غوښتنې چې د دوی په وینا، لا هم له پنځو کلونو وروسته بې‌ځوابه پاتې دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # شیعه
  • # طالبان
  • # د شیعه ګانو غوښتنې
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.