خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/09 21:38کد خبر: 119903

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ په لارک ټاپو او اردن کې هدفونه وویشتل شول

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ په لارک ټاپو او اردن کې هدفونه وویشتل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

د راپورونو له مخې، امریکایی ځواکونو د هرمز تنګی په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو دوه توغوونکی په نښه کړی؛ د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا دوې پوځی اډې ویشتلې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

رویټرز راپور ورکړی چې امریکایی ځواکونو د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګی په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو دوه توغوونکی په نښه کړی دی. دا د جولای میاشتې له وروستیو راهیسې پر ایران د امریکا لومړی تایید شوی برید بلل کېږی.

یوه امریکایی چارواکی ویلی، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو چمتووالی نیوه چې د سمندری ماینونو لرونکی راکټونه د هرمز تنګی پر لور وتوغوی. د هغه په وینا، امریکایی ځواکونو له همدې امله یاد دوه توغوونکی په نښه کړل.

د ایران سپاه پاسداران ویلی، د امریکا په برید کې یو شمېر پوځی کسان او ملکی وګړی وژل شوی او ټپیان شوی دی.

له دغه برید څو ساعته وروسته، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د لارک ټاپو پر هدفونو د امریکا د برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا د «ملک حسین» او «الازرق» پوځی اډې په بالستیک توغندیو ویشتلې دی.

ایرانی رسنیو د دوشنبې په سهار د دغه برید راپور ورکړی دی.

اردن ویلی چې د دغه هېواد هوایی دفاعی سیستمونو اته توغندی، چې د اردن هوایی حریم ته ننوتلی وو، شنډ کړی دی. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې په دواړو اډو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو بریدونو بیا پیلېدل له څو اوونیو ځنډ وروسته رامنځته کېږی او دا د جولای له وروستیو راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د پوځی بریدونو د تبادلې لومړۍ نوې لړۍ ده.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.