خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/09 21:53کد خبر: 119912

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلی او دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ برخه کې د همکاریو او یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی چې په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلی د یادې ادارې له نوی عمومی رییس مولوی عبدالکریم فاتح سره کتلی دی.

سرچینې د بیکدلی له قوله ویلی چې یو شمېر ایرانی او بهرنی پانګه‌وال د بلخ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا لری.

د هغه په خبره، اوس مهال هره میاشت شاوخوا 120 زره مټریک ټنه مالونه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېږی او هڅې روانې دی چې دغه کچه په راتلونکی کې 160 زره مټریک ټنو ته لوړه شی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ایران د همکاریو مننه کړې او ویلی یې دی چې اوس مهال په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر دی.

فاتح زیاته کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ وکړی.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادی اړیکو، سوداګرۍ او زیربنایی پروژو برخو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.