خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/11 15:41کد خبر: 119929

د درېیو وزارتونو او یوې ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

د درېیو وزارتونو  او یوې ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور - خبرگزاری افغان ایرکا

د ا.ا ویاند نن د بهرنیو چارو، ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې کلنی راپورونه وړاندې کړل چې له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او قونسلی اړیکو پراختیا، د دفاعی ځواکونو روزنه او د سرحدونو د امنیت لپاره اقدامات، د نشه یی توکو پر وړاندې د څه باندې 46 زره عملیاتو ترسره کېدل او زرګونو بندیانو ته د زده کړو زمینه برابرول پکې شامل دی.

زمان تقریبی مطالعه: 7 دقیقه

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د یادو ادارو د تېر کال د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو راپورونه وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلی چې په 1447 هجری قمری کال کې یې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان سیاسی، اقتصادی او قونسلی اړیکې پراخې کړې دی.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په سیاسی او ډیپلوماتیکه برخه کې له کویټ سره رسمی ډیپلوماتیکې او قونسلی اړیکې پیل شوې، روسیې اسلامی امارت په رسمیت وپېژاند او په کویټ او برلین کې د افغانستان سفارتونو او د جرمنی په بُن ښار کې جنرال قونسلګرۍ فعالیت پیل کړ، له پاکستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې شوې، افغانستان د مسکو فارمټ رسمی غړیتوب ترلاسه کړ او د لوړپوړو افغان چارواکو 93 بهرنی سفرونه د دغه وزارت له خوا همغږی شول.

سرچینه زیاتوی چې په اقتصادی برخه کې له پاکستان، ازبکستان او روسیې سره د سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند یو شمېر هوکړې وشوې. هند ته د افغانستان صادرات 773 میلیون ډالرو ته رسېدلی او له هند څخه واردات 266 میلیون ډالر وو. دغه راز، له ایران سره د سوداګرۍ حجم له 3.3 میلیارد ډالرو اوښتی او له ازبکستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهمونه شوی دی.

د راپور له مخې، هند، جاپان، ازبکستان، ایران، چین، قطر، متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان، عمان او مالیزیا له افغانستان سره په روغتیا، بشری مرستو او د طبیعی پېښو د زیانمنو د ملاتړ په برخو کې مرستې کړې دی.

په راپور کې راغلی چې په قونسلی برخه کې له ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه 1154 افغان بندیان ازاد او هېواد ته انتقال شوی، د لادرکه افغانانو 267 قضیې تعقیب شوې چې په پایله کې یې 72 کسان پیدا او له خپلو کورنیو سره یوځای شوی دی، څه باندې 203 زره ویزې صادرې شوې او په بهر کې مېشتو افغانانو ته له 313 زرو ډېر پاسپورټونه صادر او له 170 زرو ډېر نور تمدید شوی دی.

دغه راز د معلوماتو له مخې، په 28 بهرنیو سیاسی او قونسلی استازولیو کې د پاسپورټونو د صادرولو بهیر فعال شوی او د جرمی مسوولیت د نشتوالی د سند د صادرولو موده له 15 ورځو څخه یوې یا دوو ورځو ته راکمه شوې ده.

د دفاع وزارت

د ملی دفاع وزارت په راپور کې راغلی چې په 1447 هجری قمری کال کې یې د امنیتی ګواښونو د مخنیوی، د سرحدونو د ساتنې، د دفاعی ځواکونو د روزنې او انسجام او د لویو اقتصادی او ملی پروژو د امنیت په برخو کې فعالیتونه کړی دی.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه وزارت په ټول هېواد کې په خپلواک ډول او له کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومی ریاست سره په همغږۍ امنیتی عملیات پلان او ترسره کړی، د ځواکونو اکمالات شوی او د بېلابېلو زونونو لپاره کلنی عملیاتی پلان هم جوړ شوی دی.

سرچینه زیاتوی چې د ملی اردو د عملیاتو په ترڅ کې 2858 میله سپکې او درنې وسلې، 25 زره او 854 فیره مرمۍ، 169 ماینونه او یو شمېر نور پوځی تجهیزات کشف او ضبط شوی دی. دغه راز، 804 قاچاقبران نیول شوی او له هغوی سره 232 عرادې وسایط، 26 موټرسایکلونه او یو شمېر نور وسایل هم نیول شوی دی.

د راپور له مخې، په همدې موده کې 11 زره او 258 کیلوګرامه تریاک، 4182 کیلوګرامه چرس او 58 کیلوګرامه شیشه هم کشف او ضبط شوې ده.

په راپور کې راغلی چې 20 زره او 751 د ملی اردو منسوبین تعلیمی، تحصیلی او روزنیزو بنسټونو ته جذب شوی او 19 زره او 753 تنه د مسلکی او تخصصی زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شوی دی.

دغه راز، دفاع وزارت خپل تشکیلات، جوړښتونه، پالیسۍ او کړنلارې بیا ارزولی او تنظیم کړی، د رسمی پولو او فرضی ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د امنیتی ګواښونو او قاچاق د مخنیوی لپاره ځانګړی قطعات جوړ او پیاوړی کړی او د هوایی ځواک او هوایی دفاع ښوونیز نصاب یې هم بیاکتلی دی.

د معلوماتو له مخې، د مسلکی او تخصصی روزنو د پراختیا، د پوځی وسایطو د ترمیمی ورکشاپونو د فعالولو او د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له عمومی ریاست سره د همغږۍ د پیاوړتیا په برخو کې هم اقدامات شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلی چې په 1447 هجری قمری کال کې یې د عامه نظم د ټینګښت، د جرمونو پر وړاندې مبارزې، د لویو لارو او عامه تأسیساتو د امنیت، د ترافیکو د تنظیم او د پېښو د مدیریت په برخو کې فعالیتونه کړی دی.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د امنیتی ادارو ترمنځ همغږی پیاوړې شوې، کشفی او امنیتی عملیات ترسره شوی، ناقانونه وسلې راټولې شوې او د قانون ماتوونکو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره اقدامات شوی دی. دغه راز، د «ولسی پولیسو» پروګرام له لارې د خلکو او پولیسو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه 1543 ولسی غونډې ترسره شوې دی.

سرچینه زیاتوی چې د عامه محافظت ملی تصدۍ معینیت د 136 امارتی، خصوصی او نړیوالو پروژو امنیت تأمین کړی دی.

د راپور له مخې، د نشه‌یی توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د 46 زره او 107 عملیاتو په ترڅ کې 13 زره او 326 مشکوک کسان نیول شوی، 2159 ټنه نشه‌یی توکی کشف او ضبط شوی او د نشه‌یی بوټو 21 زره او 569 هکټاره کروندې له منځه وړل شوې دی.

په راپور کې راغلی چې د نشه‌یی توکو، نشه‌یی ټابلیټونو او الکولی مشروباتو د تولید 533 کارخونې ویجاړې شوې، 33 زره او 320 روږدی کسان راټول شوی او 32 زره او 876 تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوی دی. دغه راز، 31 زره او 498 سوالګر هم راټول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نږدې 95 زره د پولیسو منسوبین په تعلیمی، تحصیلی او روزنیزو بنسټونو کې روزل شوی دی.

دغه وزارت همدارنګه ویلی چې په تېر کال کې په ټول هېواد کې 2596 د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې چې زیانونه یې له 612 میلیون افغانیو او دوه میلیون او 57 زره امریکایی ډالرو ډېر اټکل شوی؛ خو د اطفائیې ځواکونو د پر وخت حضور او ژغورنیزو عملیاتو له لارې د اووه میلیارد او 245 میلیون افغانیو او اووه میلیون او 648 زره امریکایی ډالرو د زیانونو مخه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، د اورلګېدنې د مخنیوی، د پېښو د مدیریت او د اطفائیې تجهیزاتو د کارونې په اړه د پوهاوی پروګرامونه هم ترسره شوی او د اطفائیې ځواکونو د تخنیکی ظرفیت، تجهیز او تخصصی روزنو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دی.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په راپور کې راغلی چې په 1447 هجری قمری کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا 15 زره د اسلامی امارت د مشرتابه د عفوې او تخفیف د فرمانونو له مخې یو شمېر بندیان خوشې شوی او د ځینو نورو د بند موده کمه شوې ده.

د راپور له مخې، د بندیانو د اصلاحی او روزنیز وضعیت د ښه کېدو په موخه زرګونو کسانو ته د دینی، عصری، سواد زده‌کړې او مسلکی زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د زندانونو په 97 دینی مدرسو کې زرګونو بندیانو دینی زده‌کړې کړې چې 3 زره او 63 تنه یې فارغ شوی دی.

دغه راز، 2 زره او 836 محجوزینو ته په 21 ښوونځیو کې د عصری زده‌کړو زمینه برابره شوې، 4 زره او 99 بندیانو په 142 ټولګیو کې د سواد زده‌کړه کړې او 3 زره او 18 نورو ته مسلکی زده‌کړې ورکړل شوې دی.

د راپور له مخې، له دغو پروګرامونو څخه 702 تنه د عصری زده‌کړو، 1 زره او 836 تنه د سواد زده‌کړې او 1 زره او 331 تنه د مسلکی زده‌کړو له برخو فارغ شوی دی.

سرچینه زیاتوِی چې  زرګونه ښځینه او نارینه بندیان د فوټسال، والیبال او منډې وهلو په ورزشی فعالیتونو بوخت وو.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.