الجزیرې د الاهرام ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د قاهرې جنایی محکمې دغه کسان د یوې منظمې جنایی شبکې د جوړولو په جرم محکوم کړی؛ هغه شبکه چې د نشهیی توکو د تولید لپاره د موادو په برابرولو او د نشهیی توکو په قاچاق کې یې فعالیت کاوه.
د راپور له مخې، په دې قضیه کې ټول 28 کسان تورن وو چې له ډلې یې نهه نور په عمری بند محکوم شوی او اوو کسانو ته برائت ورکړل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، 39 کلنه سارا خلیفه تر ډېره د مصر د خصوصی «المحور» ټلوېزیونی شبکې د «ناممکن ماموریت» په نوم د امنیتی او جنایی پروګرام د ویاندې په توګه پېژندل کېږی.
په راپور کې راغلی چې سارا خلیفه د ښکلا جراحۍ یو کلینیک او د پروګرامونو د تنظیم یو شرکت هم اداره کاوه.
سرچینه لیکی چې هغې پر ځان لګېدلی تورونه رد کړی او د څېړنو پر مهال یې ویلی چې بېګناه ده.
د مصر څارنوالۍ ویلی چې یادې شبکې د مصنوعی نشهیی توکو د تولید لپاره اړین خام مواد له بهر څخه واردول، په استوګنیزو کورونو کې یې ساتل او د نشهیی توکو په تولید کې یې کارول.
د څارنوالۍ په وینا، د دې شبکې غړو د موادو د برابرولو، تولید او وېش دندې په خپل منځ کې وېشلې وې. چارواکو همداراز د څېړنو پر مهال د بېجوازه وسلو او مهماتو د موندلو خبر هم ورکړی دی.
د راپور له مخې، د محکمې یاد حکم وروستی نه دی او تورن کسان کولای شی پر وړاندې یې د بیاکتنې غوښتنه وکړی.
الجزیرې لیکلی چې سارا خلیفه د 2025 کال په اپرېل میاشت کې د همدې قضیې په تړاو نیول شوې وه او د شنبې په ورځ په یوې بلې جلا قضیه کې د خپل موټرچلوونکی د وهلو او له هغه د ویډیو اخیستو په تور په درې کاله بند هم محکومه شوې ده.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.