خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/16 8:47کد خبر: 119990

بغلان کې د ډبرو سکرو یوه کان څلور کارګر د ګازنیونې له امله مړه شوی

بغلان کې د ډبرو سکرو یوه کان څلور کارګر د ګازنیونې له امله مړه شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت وایی، د بغلان د تاله وبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز راټولېدو له امله څلورو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت مطبوعاتی دفتر پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پېښه د تاله‌وبرفک ولسوالی کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چې په غیرمعیاری ډول د خلکو له خوا استخراجېږی، شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې څلور کان‌کیندونکی د زهری ګاز راټولېدو او ګازنیونې له امله مړه شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، له پېښې وروسته د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت تخنیکی ډله د پېښې څېړلو او کان‌کېندونکو د ژوند ژغورلو لپاره سیمې ته ولېږل شوه؛ خو په کان کې د ګاز د زیات شدت او تراکم له امله د ژغورنې عملیات له جدی ستونزو سره مخ شول او د کاکیندونکو د ژغورلو هڅې پایله ورنه کړه.

د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت وایی چې په کانونو کې د خوندیتوب معیارونو له رعایت، مناسبې هواخورۍ او تخنیکی څارنې پرته فعالیت کول د کارګرانو ژوند له جدی خطر سره مخ کولی شی.

د دغه شرکت مسوولینو ټینګار کړی چې د دوی تر پوښښ لاندې کانونو کې د خوندیتوب اصولو رعایت، تخنیکی څارنه او د پېښو د مخنیوی لپاره د اړینو تدابیرو نیول د کان‌کېندنې د فعالیتونو له اساسی برخو څخه دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.