خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/16 9:0کد خبر: 119992

طالبانو په هرات کې یو ځوان له شکنجې وروسته په تړلو لاسونه په ډزو وژلی

طالبانو په هرات کې یو ځوان له شکنجې وروسته په تړلو لاسونه په ډزو وژلی - خبرگزاری افغان ایرکا

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کالو کې ګڼ کسان په عام محضر کې او داسې چې لاسونه یې تړلی وو، په ډزو وژلی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

تازه یو ویډیو د رسنو لاس ته رسېدلې ده چې ښیی یو 30 کلن ځوان د هرات ښار په یوه سیمه کې له شکنجې او وهلو ټکولو وروسته، په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلی وو، د طالبانو له خوا په ډزو وژل کېږی. د دې پېښې د څرنګوالی په اړه کره جزییات څرګند نه دی. د دغه ځوان خپلوان وایی، که نوموړی د طالبانو په اند کوم جرم کړی و، باید احضار او محکمې ته وړاندې شوی وای، نه دا چې د خلکو په مخکې او په تړلو لاسونو په ډزو ووژل شی. د دغه ځوان مور له طالب چارواکو غوښتی چې د زوی قضیې ته یې پاملرنه وکړی. له دې مخکې سرچینو تایید کړې وه چې طالبانو په هرات کې د جمعې په ورځ یو کس وژلی دی.

ځایی سرچینو یوه ویډیو استولې چې پکې یو کس له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته په ډزو وژل کېږی. سرچینو ویلی چې دغه 30 کلن کس عبدالقدیر پهلوان‌زاده نومېده او د تېرې جمعې په ورځ د مازدیګر په پنځو بجو د هرات ښار د څلورمې حوزې اړوند په لومړۍ پوسته کې، د تېلو ټانک ته مخامخ، د طالبانو د یوه قوماندان د مېرمنې د ورور له لوری په ډزو وژل شوی دی. په ویډیو کې هم لیدل کېږی چې یو ځوان له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته، د یوه کس له لوری په ډزو په نښه کېږی.

د سرچینو په خبره، په دې ویډیو کې په پښتون زرغون کې د طالبانو امنیه قوماندان سید احمد محمدی، د هغه ورور او د مېرمنې ورور یې هم حضور لری. سرچینې زیاتوی چې د طالبانو امنیه قوماندان دا اقدام له دې امله کړې چې تر دې مخکې یې خپل اوښی راضی کړی و چې خپله خور دغه طالب قوماندان ته په نکاح کړی.

سرچینې زیاتوی چې په ویډیو کې هغه کس چې واسکټ او تور کالی یې اغوستی، د پښتون زرغون ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان دی؛ هغه کس چې عبدالقدیر د ټوپک په میل وهی، د طالبانو د امنیه قوماندان ورور او هغه کس چې پر عبدالقدیر ډزې کوی، د طالبانو د امنیه قوماندان د مېرمنې ورور دی. د سرچینو په خبره، عبدالقدیر له خپل موټرسایکل سره د تېلو ټانک ته تللی و، چې هلته د دغو کسانو لاس ته لوېدلی دی.

سرچینې ټینګار کوی چې د دغه کس د مور غږ تر هېچا نه دی رسېدلی او طالبانو هغه وېرولې چې د قضیې د څارلو هڅه ونه کړی.

د سرچینو په خبره، عبدالقدیر پهلوان‌زاده په هرات ښار کې پر ویلډینګکارۍ بوخت و او له هېڅ ډلې سره یې تړاو نه درلود. د پهلوان‌زاده کورنۍ ټینګار کوی چې هغه هېڅ پوځی مخینه هم نه لرله او مخکې هم طالبانو نه و نیولی. هغوی زیاتوی چې طالبان د دغې قضیې څېړلو ته چمتو نه دی.

طالبانو تر اوسه پر وژل شوی کس هېڅ ډول تور نه دی لګولی او یوازې یې د هغه پر کورنۍ، په ځانګړې توګه پر مور فشار راوړی، څو د دې پېښې له څارلو لاس واخلی.

له دې مخکې هم له پنجشېر، اندراب او بدخشان څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې پکې ښکارېدل طالبان ځینې کسان په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلی وو، په ډزو وژنی. دغې ډلې لسګونه نور هم له مخالفو ډلو سره د غړیتوب په تور په ډزو وژلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) هم په ګڼو راپورونو کې د طالبانو له لوری له قضایی بهیر پرته وژنې او صحرایی محاکمې مستندې کړې دی. د یوناما په یوه راپور کې چې د 2023 کال په اګست کې خپور شوی، راغلی چې دې ډلې د 2021 کال له اګست څخه د 2023 کال تر جون پورې، 218 پخوانی امنیتی غړی وژلی دی. همدارنګه، د اجباری ورکېدو 14 پېښې، له 424 څخه ډېرې د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې او څه باندې 144 د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.