خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/18 13:43کد خبر: 120024

افغانستان کې د بشری حقونو او ښځو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنه

 افغانستان کې د بشری حقونو او ښځو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنه  - خبرگزاری افغان ایرکا

د یو شمېر هېوادونو استازو له ښځو او نجونو د محدودیتونو لرې کولو او زده کړو ته د هغوی پر لاسرسی ټینګار وکړ.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د بشری حقونو وضعیت وڅېړل شو.

د اسټرالیا، لوکزامبورګ، نیوزیلنډ، جرمنی، ترکیې، کاناډا، جاپان او مالیزیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د افغانستان د بشری حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر راتلونکو نسلونو د دغه وضعیت اوږدمهاله پایلې په پام کې ونیسی.

د جاپان استازی اتسویوکی اویکه وویل: «جاپان له طالبانو غواړی چې د بشری حقونو په برخه کې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړی، پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړی او له بشری حقونو څخه د هغوی بشپړ او برابر برخمن کېدل تضمین کړی.»

د اسټرالیا استازی په دې غونډه کې د اسلامی امارت پر یو شمېر لوړپوړو غړو د بندیزونو د لګولو خبر ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو نړیوال کنوانسیون له مخې د افغانستان د حساب‌ورکولو بهیر تعقیبوی.

د اسټرالیا استازی جیمی کوپر وویل: «اسټرالیا د خپل خپلواک بندیزی نظام په چوکاټ کې د طالبانو پر یو شمېر لوړپوړو غړو بندیزونه لګولی دی. اسټرالیا له خپلو نړیوالو شریکانو سره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان پر وړاندې قانونی اقدام هم تعقیبوی.»

د ترکیې استازی هم زده‌کړه یو نړیوال بشری حق وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات د بشری حقونو له درناوی او ټول‌ګډونه حکومت پرته نه شی ترلاسه کېدای.

خو د مالیزیا استازی له افغانستان سره د خبرو او تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد اوږدمهاله ثبات او پراختیا د ټولو افغانانو ګډون ته اړتیا لری.

مالیزیا همداراز د ماشومانو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو سره د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د مالیزیا استازی مصطفی جمال رشدی وویل: «مالیزیا ټینګار کوی چې د افغانستان اوږدمهاله ثبات او پراختیا د ټولو افغانانو مانادار ګډون ته اړتیا لری. موږ حاکم چارواکی هڅوو چې د لا ډېر ټول‌شمولیت لپاره عملی ګامونه واخلی؛ په دې کې دا هم شامل دی چې ښځې او نجونې وکولای شی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی او په ټولنه کې ونډه واخلی.»

د ترکیې استازی احمد زنګی وویل: «د افغانستان د هوساینې او راتلونکې لپاره اړینه ده چې ټولې نجونې، له استثنا پرته، زده‌کړو ته لاسرسی ولری. په افغانستان کې تلپاتې ثبات د بشری حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته له درناوی او ټول‌ګډونه حکومت پرته نه شی ترلاسه کېدای.»

د بشری حقونو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د قطر استازی په دې غونډه کې د افغانستان پر بشری وضعیت تمرکز وکړ او ویې ویل چې څه باندې 22 میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس 45 سلنه جوړوی، بشری مرستو ته اړتیا لری.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې د منځګړیتوب، خبرو اترو او بشری مرستو له لارې له افغانستان څخه ملاتړ کړی دی.

د قطر استازی عبدالله بهزاد وویل: «افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشری ناورینونو سره مخ دی. څه باندې 22 میلیونه کسان، چې د نفوس 45 سلنه جوړوی، بشری مرستو ته اړتیا لری. دغه ناورین د ناامنۍ، اقتصادی زیان‌مننې، اقلیمی ټکانونو، د خلکو بې‌ځایه کېدو، د مرستو کمېدو او همداراز د شتمنیو د کنګل کېدو له امله لا پسې سخت شوی دی.»

که څه هم اسلامی امارت په دې اړه تازه څه نه دی ویلی، خو تل یې ټینګار کړی چې د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تأمین دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.