د دغو سرچینو څخه یوې، چې غوښتنه یې کړې چې نوم یې څرګند نه شی، ویلی چې یادې ښځې هغه وخت نیول شوې، کله چې د کابل په لویدیځ کې یو استوګنیز کور کرایه کړی و او هره ورځ به یې هلته راټولېدې او خپل آنلاین سوداګری یې مخته وړله.
دا سرچینه زیاتوی، طالبانو په دې استوګنیز مجتمع برید وکړ او شاوخوا 11 هغه ښځې یې ونیولې چې په دې مرکز کې راټولې شوې وې، خو وروسته یې له دې ډلې 7 تنې خوشې کړې او 5 نورې یې په توقیف کې وساتلې.
هغه زیاتوی، دا ځوانې نجونې چې د آرایشی توکو آنلاین سوداګری یې پیل کړې وه او د ښځو لپاره یې د آرایش آنلاین فعالیت کاوه، د دوشنبې په ورځ د ماښام له خوړو وروسته نیول شوی او ټول سامانونه یې هم ضبط شوی دی.
دا سرچینه تاییدوی چې لا هم د هغو پنځو ښځو د برخلیک پته نه ده لګېدلې چې په توقیف کې دی او ځینې ادعا کوی چې دوی پلچرخی زندان ته لېږدول شوی دی.
له بل پلوه، د یوې هغه نیول شوې ښځې ترور، چې وروسته خوشې شوې، وایی چې د ورور لور ماته وایی، طالبانو د دوی ټول هغه بکسونه (کڅوړې) چې له ځانه سره یې درلودې، خالی کړی او د هغوی د کارولو د آرایشی توکو پرته، ټول نقدی پیسې، ګرځنده تلیفونونه او هویتی اسناد یې ضبط کړی دی.
هغې د هغو ښځو د برخلیک په اړه هم بېخبره څرګنده کړه او وایی چې د دغو ښځو والدین لا هم د خپلو لوڼو د برخلیک له امله اندېښمن دی او د دوی له حالت څخه خبر نه دی.
په دې وروستیو کې په پلازمېنه، په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د طالبانو فشارونه او تمرکز ډېر شوی او څو ورځې مخکې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو هغه څو ښځې هم نیولې وې چې د دوی د غوښتل شوی حجاب خاوندې نه وې.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.