د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل.
سرچینه زیاتوی، په دې ناسته کې چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د څو اړخېزو ناستو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې عرفات جمال وویل، ټاکل شوې په راتلونکې اکټوبر کې په سویس کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او د جبرې ایستلو په اړه خبرې وشی.
نوموړی زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنری له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د درې اړخېزې ناستې پر سر سلا شوی او په نږدې راتلونکی کې به په کابل کې د ایران، ملګرو ملتونو او اسلامی امارت د استازو په ګډون ناسته وشی.
عرفات ویلی چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ستونزو حل او لاسنیوی په موخه هڅې پیل کړې او د اړتیا وړ مالی امکاناتو د جلب لپاره پلان چمتو شوی دی.
په دې ناسته کې مولوی عبدالکبیر په افغانستان کې له کډوالو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په سختو شرایطو کې له راستنو شوو مهاجرینو سره اړینې مرستې او همکارۍ شوې دی.
هغه د افغان کډوالو په هکله څلور اړخیزه او درې اړخېزه ناستې اغېزنامې او مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې اسلامی امارت د کډوالو ستونزو د حل په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوی.
مولوی عبدالکبیر ویلی چې تر دې دمه د افغان کډوالو او راستنو شوو لپاره ګڼ پلانونه عملی شوی او د هر راز همکارۍ د جلب لپاره ظرفیت رامنځته شوی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.