خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/26 12:7کد خبر: 120116

هغه چی د مکې پرده یې اپستین ته ډالۍ کړې، مکه په نښه کوی

هغه چی د مکې پرده یې اپستین ته ډالۍ کړې، مکه په نښه کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

د یمن د عالی سیاسی شورا مشر، په مکې شریف باندې د برید په هکله د سعودی ادعا بې بنیاده وبلله او وویل: هغه کس چی د مکې شریف پرده یې د ډالۍ په توګه جنایتکار اپستین ته ورکړ، همهغه دی چی په مکه او اسلامی مقدساتو برید کوی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د یمن د عالی سیاسی شورا رئیس مهدی المشاط ټینګار وکړ چې د مکې د هدف ګرځولو په اړه د سعودی رژیم بې‌بنسټه ادعاوې د هغو ولسونو د لمسولو لپاره یوه ناهیلی هڅه ده چې پوهاوی یې دې کچې ته رسېدلی چې د دغه رژیم په حقیقت پوهېږی؛ هغه رژیم چې د اسلامی امت له شتمنیو په استفاده سره یې د مکې، قرآن کریم او حرمینو شریفینو سپکاوی کړی دی.

مهدی المشاط څرګنده کړه چې د یمن خلک د اسلامی مقدساتو په وړاندې له تر ټولو مؤمنو او وفادارو خلکو څخه دی او چمتو دی چې د خدای د کور د دفاع لپاره قربانی ورکړی؛ لکه څنګه چې د الاقصی جومات، درېیم حرم شریف، د ملاتړ لپاره اسرائیل رژیم سره جګړې ته داخل شول.

هغه ټینګار وکړ: دا دروغ نور د عربو او مسلمانانو له ملتونو پټ نه دی؛ لکه څنګه چې تر دې مخکې د نړیوالې سمندری کښتۍ‌چلونې د ګواښ په اړه ادعاوو هم ونه شو کولای هغوی وغولوی.

د یمن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «عبدالواحد ابو راس» هم له صنعا څخه د مکې د هدف ګرځولو په اړه د سعودی ادعاوې رد کړې او ویې ویل: هغه کسان چې د مکې پرده یې جنایتکار اپسټین ته ډالۍ کړه، حرمین شریفین یې د فسق، فجور او تفریحاتو پر مخ پرانیستل او صهیونیستو یهودیانو ته یې د حضور اجازه ورکړه، هماغه کسان دی چې په حقیقت کې مکه او اسلامی مقدس ځایونه په نښه کوی.

تر دې وړاندې د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی «حزام الاسد» هم په یوه پیغام کې ټینګار کړی و چې له یمن څخه د مکې مکرمه د هدف ګرځولو د ګواښ ادعا یو دروغ دی چې لا له وړاندې یې خپل کارندوالې د لاسه ورکړی د تکرار  څخه بې‌خونده شوې ده.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.