الجزیرې پرون راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی دغه پلان په نیویارک کې خبریالانو ته تشریح کړی دی. د راپور له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته رسول شوی او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د هغې مخکنۍ هوکړې د شرایطو بیا عملی کول دی چې د جون په میاشت کې پرې سلا شوې وه.
الجزیره لیکی، د دغې طرحې له مخې امریکا باید د اوو ورځو په موده کې د تهران ځینې شرطونه عملی کړی، څو د اوربند د خبرو د بیا پیلېدو او د سمندری محدودیتونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شی. ټاکل شوې وه چې د اووه ورځنۍ مودې په وروستۍ ورځ د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شی او د ایران د اټومی پروګرام په اړه خبرې سملاسی پیل شی.
الجزیرې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلی چې د ایران په طرحه کې د اوو ورځو په موده کې د غزې او لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړو درول هم شامل دی. د راپور له مخې، تهران د لږ تر لږه 12 میلیارد ډالرو په ارزښت د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو، د ایران پر تېلو د لګېدلو بندیزونو د معافیت او د امریکا د سمندری محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې ده.
هممهاله، الجزیرې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکی له قوله راپور ورکړی چې د منځګړو له لارې شوې خبرې «مثبتې او رغنده» وې؛ خو نیویارک ټایمز د یوه امریکایی چارواکی له قوله لیکلی چې واشنګټن د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بیړه نه لری.
بلخوا، وال سټریټ ژورنال په یوه جلا راپور کې د امریکایی چارواکو له قوله لیکلی چې ټرمپ د ایران د «اووه ورځنی اوربند» وړاندیز رد کړی او خپلو سلاکارانو ته یې ویلی چې تمه لری د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران بمبارۍ بېرته پیل کړی.
په راپور کې دا هم راغلی چې ټرمپ شک لری تهران به د هغه غوښتنې ومنی او ویلی یې دی چې هره راتلونکې هوکړه باید د ایران د اټومی پروګرام د له منځه وړلو لامل شی.
د امریکا او ایران ترمنځ مخکنۍ هوکړه چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د جون په 17مه لاسلیک شوې وه، د خبرو لپاره یې 60 ورځنۍ موده ټاکلې وه؛ خو دغه هوکړه څو اوونۍ وروسته له منځه ولاړه او د اګسټ په میاشت کې یې موده پای ته ورسېده.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.