سید عباس عراقچی بیګا جمعه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تالار ترڅنګ له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ: «نه شی کېدای یو هېواد بمبار کړئ، د هغه د له منځه وړلو ګواښ وکړئ، سمندری محاصره او اجباری اقدامات پرې ترسره کړئ او بیا تمه ولرئ چې امنیت او کشتۍچلونه به په خپله بېرته عادی شی.»
عراقچی څرګنده کړه: «د ایران اسلامی جمهوریت یو ځل بیا د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او ډیپلوماسۍ پر وړاندې پر خپلې ټینګې ژمنتیا ټینګار کوی. دا ژمنتیا د هغو خبرو اترو له لارې ثابته شوې چې د برجام د رامنځته کېدو او عملی کېدو او همدارنګه په تېرو دوو کلونو کې د ډیپلوماسۍ د تعقیب لپاره د ایران د پرلهپسې هڅو لامل شوې؛ حتی په داسې شرایطو کې چې ایران د امریکا او اسرائیلو له تېری کوونکو اقداماتو سره مخ و.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «امریکې اپوټه لاره غوره کړه؛ تېری، ګواښ، ترور او اقتصادی جګړه یې رامینځته کړه او نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور ته یې په ډاګه بېپامی وکړه. په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو د تېری پر مهال له پنځو زرو څخه ډېر کسان وژل شوی، چې سلګونه ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی.»
هغه زیاته کړه: «امریکا اوس اقتصادی محرومیت د ټولیزې سزا او سیاسی فشار د وسیلې په توګه کاروی. دا ډیپلوماسی نه ده؛ بلکې اجبار، اقتصادی ترهګری او د هغو الزامی موقتی اقداماتو ښکاره او نیغ په نیغه خلافه ورزی ده چې نړیوالې محکمې د 2018 کال د اکتوبر په درېیمه نېټه پرېکړه پرې کړې وه.»
عراقچی ټینګار وکړ: «ایران لا هم خوندی او باامنه کشتۍچلونې ته ژمن دی، خو سمندری امنیت د لا ډېرو پوځی اقداماتو، ګواښ، محاصرې یا اقتصادی فشار له لارې بېرته نه شی ټینګېدلی. په هرمز تنګی حاکمه ناامنی او د کشتیو په تګ راتګ کې خنډ، د امریکې او صهیونیستی رژیم د تېری کوونکو اقداماتو مستقیمه پایله ده.»
هغه زیاته کړه: «ایران د قطر له لارې امریکا ته د اوو ورځو یو مشخص پلان لېږدولی دی. که لازم شرایط برابر شی، تنګی بېرته پرانیستل کېدای شی او په اوو ورځو کې به عادی سمندری تګ راتګ بیا پیل شی. اوس انتخاب له امریکا سره دی. ایران اجبار، ګواښ او وېرول نه منی او د فشار لاندې له خپلو حاکمیتی حقونو څخه به لاس وانخلی.»

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.