خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/06 8:47کد خبر: 120219

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان دفاع وزارت وایی، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د وسله والو ډلو ملاتړ او هڅونه کوی او په دې لړ کې یې د نورستان د کامدېش پر لور څو ډلې رااستولې وې چې 28 کسان یې وژل شوی او 32 نور نیول شوی دی؛ دغه وزارت له هغو کسانو چې له دغو ډلو سره یوځای شوی، غوښتی چې له افغان ځواکونو سره اړیکه ونیسی او تسلیم شی.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلی: «تېره ورځ د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې څخه د پاکستانی ملېشو په ملاتړ او تشویق د داعشی فتنه‌ګرو او د شر او فساد د عناصرو څو ګروپونه د افغانستان خوا ته د شرارتونو او ناامنۍ جوړولو په موخه را واړول شول.»

وزارت لیکلی چې افغان ځواکونو «د دښمن د دغې شومې دسیسې» پر وړاندې په ډېره چټکۍ عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د دښمن تحرکات سخت وځپل شول، 28 تنه یې ووژل شول، 32 تنه ژوندی ونیول شول او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستانی ملېشو مرکزونو ته وتښتېدل.

سرچینې زیاته کړې ده: «له دوی سره پاکستانی ملېشې، پاکستانی اربکیان او داعشی فتنه‌ګر هم په هماهنګۍ سره موجود وو، خو هغوی د جګړې په پیل کې ترې وتښتېدل او د شر او فساد عناصر یې په میدان پرېښودل.»

د دفاع وزارت په وینا، په دې پېښه کې ښکېل ډېری کسان د تېر حکومت نظامیان وو چې د پاکستانی استخباراتو له خوا د دې ژمنې پر بنسټ پاکستان ته بلل شوی وو چې په نورو هېوادونو کې به ورته د پناه او لوړو معاشونو زمینه برابره شی؛ خو وزارت زیاتوی چې پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستانی پوځ او آی‌اېس‌آی کمپونو ته انتقال شوی، لنډمهاله پوځی روزنه یې ترلاسه کړې او وروسته د افغانستان د ناامنۍ لپاره نورستان ته رااستول شوی وو.

د دفاع وزارت ویلی، پاکستانی پوځیان د خپل هېواد د کورنیو ستونزو د حل، امنیتی مسوولیتونو ته د پاملرنې او له خپلو خلکو سره د ناوړه چلند د مخنیوی پر ځای، د افغانستان د ناامنۍ لپاره له پاکستانه افغانستان ته د بېلابېلو وسله‌والو ډلو رالیږلو ته کار ویلی دی.

خو دغه وزارت لیکی: «د افغانستان اسلامی امارت زړور امنیتی او دفاعی ځواکونه به د لوی الله جل جلاله په نصرت او د خپل ملت په ملاتړ د پاکستانی نظامیانو او ټولو شریرو عناصرو دغه خوبونه پر اوبو لاهو کړی او د هر راز دسیسو پر وړاندې به یې په کلک هوډ سره ودرېږی.»

د دفاع وزارت د سیمې له هېوادونو غوښتی چې د پاکستان د پوځ فعالیتونو ته جدی پام وکړی او ویلی یې دی چې دغه پوځ یو ځل بیا د سیمې د ناامنۍ لپاره هڅې کوی، په پاکستان کې د وسله‌والو د روزنې او له هغه هېواده نورو هېوادونو ته د جګړې او ناامنۍ د لېږد په پروژو بوخت دی.

د دفاع وزارت له هغو ځوانانو او پخوانیو نظامیانو چې د دغه وزارت په وینا د پاکستانی استخباراتو او «شر او فساد» ډلو له خوا تېرایستل شوی او ورسره یوځای شوی، غوښتی چې نور «د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شی»، د ډیورند کرښې ته نږدې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره اړیکه ونیسی او تر دې مخکې چې له ورته برخلیک سره مخ شی، تسلیم شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.