خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ایټالیا به د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د ایټالیا صدراعظم ښاغلی ماریو مونتی د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزی سره په ارګ کې د یوه ګډ خبری کنفرانس په ترڅ کې وویل چې له 2014 کال وروسته به ایټالیا افغانستان یوازې پرې نه ږدی او د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوی سند په چوکاټ کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام
ورکړی.
ماریو مونتی په افغانستان کې د ایټالیا د راتلونکی ماموریت په اړه وویل: له 2014 کال وروسته به لکه د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت هم تغییر وکړی، خو د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا او په اقتصادی برخه کې به ددغه هېواد مرستې دوام ومومی.
د ایټالیا صدراعظم په افغانستان کې د جمهوری ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل چې دا انتخابات به د افغانستان د خلکو په ژوند کې یوه داسې نوې پاڼه پرانیزی، چې هغه ته به ستاسو د پرمختګونو د دوام په سترګه کتل کېږی.
ماریو مونتی په افغانستان کې یو شمېر ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په افغانستان کې ستونزې شته، خو ډاډه یو چې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ په مرسته به له منځه لاړې شی.
ده زیاته کړه: موږ دا همکارۍ دداسې هڅې په توګه تر سره کوو چې دا سیمه او په خاصه توګه افغانستان په یوه داسې هېواد بدل شی چې په سیمه او نړۍ کې د سولې د ټینګولو په برخه کې ونډه واخلی او په لازیاتو ټولنیزو او اقتصادی پرمختګونو برلاسی شی.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس د ایټالیا صدراعظم ښاغلی ماریو مونتی ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا د مرستو له امله مننه او قدردانی وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ایټالیا د خدمت په اړه وویل: په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا خلکو له افغانستان سره تر 500 میلیون ډالرو زیاته مرسته کړې ده. د ایټالیا خلک د زړه له اخلاصه د افغانستان د خلکو په خدمت کې وو.
حامد کرزی وویل چې موږ ددوی د لس کلونو همکاریو او تر یوې پېړۍ زیات له دوی سره زموږ د دوستۍ له امله مننه کوو.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، د ایټالیا صدراعظم زموږ په څېر ډاډه دی چې افغانستان به د خپل توان پر مټ پر مخ لاړ شی او خپل پرمختګونه به وساتی.
حامد کرزی د انتخاباتی شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو غړو د شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: افغانستان د ملی حاکمیت او اساسی قانون خاوند دی، د نړۍ په هېڅ هېواد کې چې ملی حاکمیت او آزادی لری، په داخلی، انتخاباتی او دولتی نهادونو کې بهرنی کسان حضور نلری.
ده زیاته کړه: افغانستان باید په خپله د نورو هېوادونو په څېر خپلې سیاسی، اجتماعی او اقتصادی چارې او دغه راز انتخابات تر سره کړی او بهرنیانو ته پدې برخه کې اړتیا نشته.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.